شاته

د مړې خېټې پریکړه!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې به لومړی یوه کورته لاړ شو او له دې به خبر شو چې د کور مېرمن له خپل خاوند څخه څه هیله لري؟... او بیا به په دې هم خبر شو چې هیله ېې پوره کیږي که نه ؟

بیاد(ولې؟... ځکه چې !) د اچارو یو وړوکی مرتبان درته مخ کې ږدو چې د خولې خوند مو ښه شي.

په پای کې مو يوه غټ حکومتي دفتر ته بیا یو. هلته یوه مهمه جلسه روانه ده او په دې خبرې کوي چې د نورو ډالرو پیداکولو لاره پیدا کړي.

د مخدره موادو د له منځه وړلو په پلمه !

نو د جلسې هر یو غړي خپل، خپل نظر ورکړ چې له کومې لارې ېې پیدا کړي خو دغه ټول نظرونه د وزیر صیب خوښ نه شول ځکه هغه ټولې لارې کارول شوې وې، بیا ټولو دا پریکړه وکړه چې له ډوډۍ خوړلو وروسته به په مړه خېټه چورت ووهي او يوه ښه لاره به ورته پیدا کوي، دا چې څه پریکړه ېې وکړه ؟...د مطلب له اورېدلو وروسته پوهیدلی شئ. د مړې خېټې پریکړه!

جوړوونکی : ننګیارنااشنا