BBC
 شاته

نوازشریف: موږ غواړو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل شي

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف دغه کنفرانس ته په وینا کې ویلي پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ټولو شخړو هواری د خبرو له لارې غواړي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې په يو شمېر هیوادونو کې د د دغه هېواد د سفیرانو درې ورځنۍ کنفرانس نن په دې ټکيو پای ته رسېدلی چې د دغه هېواد بهرنۍ تګلاره سمه ده او په همدې تګلارې سره پاکستان یو پياوړی هېواد کېدای شي. خو دلته د ډېرو شننونکو په باور ددغه هېواد بهرنۍ تګلاره د سیاسي حکومت پر ځای د پوځ په لاس کې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف دغه کنفرانس ته په وینا کې ویلي پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ټولو شخړو هواری د خبرو له لارې غواړي. د پاکستان د دولتي راډيو پر وېبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي نوازشریف له خولې ویل شوي، پاکستان یو سوله خوښوونکی هېواد دی او باید نور هېوادونه پاکستان کمزوری ونه ګڼي.

اسلام اباد په داسې حال کې د نړۍ په مهمو هېوادونو کې د خپلو سفیرانو غونډه رابللې وه، چې له ډېری ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره یې اړیکې ښې نه دي.

د دغه هېواد اړیکې په څلورو ګاونډيو هېوادونو کې یواځې له یوه هېواد چین سره ښې دي.

له دریو نورو ګاونډيانو لکه افغانستان، ایران او هند سره یې اړیکې ترینګلې دي.

Image copyright AP
Image caption پاکستاني لومړي وزیر د سفیرانو غونډې ته ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې هڅو ملاتړ کوي

خو ددغه کنفرانس وروستۍ غونډې ته ددغه هېواد د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په داسې حال کې وینا وکړه چې ددغه هېواد لومړی وزیر نوازشریف يې څنګ ته ناست و. سرتاج عزیز ښاغلي شریف ته وویل، ددوی د بهرنیو اړیکو همدا تګلاره بېخي سمه ده.

''ښاغلی لومړی وزیر! تاسو به خوشاله شئ، چې په رسنیو کې چې زموږ د حکومت پر ضد څنګه راپورونه راتلل، چې زموږ بهرنۍ اړیکې سمې نه دي او پاکستان اوس یوازې شوی دی، دا ناسم دي. بلکې ددې برخلاف موږ تر پخوا لا ډېر له نورې نړۍ سره نژدې شوي او لا نور متحد شوي یو.''

دغه کنفرانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې رابلل شوی و. په یوه ډیموکراټ او خپلواک هېواد کې همدا وزارت له ګاونډیو هېوادونو سره سره له بهرنۍ نړۍ سره هم چارې پرمخ بیايي. خو دلته په اسلام اباد کې د شنونکو په اند بهرنۍ چارې د پاکستاني پوځ په لاس کې دي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ غړي او پخواني سناتور افراسیاب خټک له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پاکستان هغه هېواد دی چې بهرنۍ تګلاره يې لاهم د پوځ په لاس کې ده.