شاته

امریکا: د بندیانو د خوشي کولو لپاره مو ایران ته پیسې نه دې ورکړي

د امریکا حکومت وايي چې هغه ۴۰۰ میلیون ډالره چې ایران ته یې د جنوري په میاشت کې ورکړي دي د دې پخاطر نه وي چې د برمته شوو امریکايانو د خلاصولو باج ورکړي.

امریکا د جنوري په میاشت کې ایران ته ۴۰۰ میلیون ډالره نقدې پیسې په الوتکې کې ورانتقال کړې دي.

امریکا ایران ته دغه پیسې په دې ورکړي وي چې د ایران د شاه په وختو کې د وسلو شوې معامله، چې عملي شوي نه وه، حل او فصل کړي.

په هغه ورځ چې امریکا ایران ته پیسې ورکړي دي په هم هغه ورځ ایران څلور برمته شوي امریکان خوشي کړل.

واشنګټن دا نه مني چې د ایران ته دې د پیسو ورکو د برمته شوو امریکایانو د خوشي کولو سره ارتباط ورلري.

د پیسو د استولو خبر وال سټریټ ژورنال د سې شنبې په ورځ خپور کړی دی خو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل چې ایران ته پیسې په ایران کې د امریکايي بندیانو د خلاصولو لپاره نه دې ورکړل شوي.

دغه د هغو ۱.۷ بیلیون ډالرو لومړی قسط و چې ایران امریکا ته د رضا شاه په وختو کې د وسلو د رانیولو لپار ورکړي وي.

امریکا ایران ته ډالر نه دې ورکړي چې د امریکا د قوانینو په اساس، د ایران سره په ډالرو هر ډول معامله غیرقانوني ده. دغه پیسې په نورو اسعارو کې ایران ته ورکړل شوي دي.

ایران ته د پيسو انتقال او د برمته شوو امریکایانو خوشي کول داسې وخت ترسره شوي وو چې امریکا او د نړۍ پنځه نورو قدرتونو د ایران سره د ایران د اټومي پروګرام په سره موافقه کړې وه.

د موافقې په کیدو سره په ایران هغه بندیزونه لیري شول چې د دغه هیواد اقتصاد یې خراب کړی و.

په امریکا هغه کسان چې د ایران سره د اټومي موافقې سره مخالفت لري ایران ته د پیسو ورکول غندلي دي.

په کانګرس کې د ارکنساس د ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن ویلي دي چې دغه د «امریکایي یرغمل شوو کسانو [د خوشي کیدو په پخاطر] ملایانو ته ۱.۷ میلیارد ډالرو ورکول دي.»