پاکستان کې د پاک-ترک د ښوونځیو د تړلو په اړه اندیښنې
د ترکیې حکومت د پاکستان څخه غوښتي چې د ښوونې هغه ادارې دې وتړي چې د فتح الله ګولن سره ارتباط لري.
د ترکیې حکومت په فتح الله ګولن باندې چې په امریکا کې ژوند کوي تور لګولی دی چې د جولاي د ۱۵ نیټې په ناکامه کودتاه کې یې لاس درلود.
د نږدې ۲۵ ښوونځیو زده کوونکي او د دغو زده کوونکو کورنۍ اندیښنه لري چې که چیري ښوونځي یې بند شي نو دوی به څه کوي.
په دغو ښوونځیو کې چې د پاک – ترک په نامه غیردولتي مؤسسه یې چلوي په زرګونو کسان زده کړې کوي
دغه غیردولتي اداره یا این جي او ادعا کوي چې خیریه او غیرسیاسي مؤسسه ده او د فتح الله ګولن سره هیڅ ارتباط نه لري.
په پاکستاني ښوونځیو کې سهولتونه د پاک ترک د ښوونځیو د سهولتونو سره د مقایسې وړ نه دي.
په پاکستان کې خو د هغو ماشومانو شمیر ۲۵ میلیون ته رسیږي چې ښوونځیو ته د تګ زمینه ورته مساعده نه ده.
د ترکیې حکومت ویلي دي چې دغه ښوونځي د ګولن په شبکې پورې تړلې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې «دغه ظالم تروریستي سازمان د ښوونځیو نړیواله شبکه لري، د سوداګرۍ اتحادیې لري او کلتوري بنسټونه لري.»
د پاک ترک د ښوونځیو د بورډ یوه غړي ویلي دي چې ده د ګولن نه الهام اخیستی دی خو د هغه ښووني د ښوونځیو د نصاب برخه نه دي.
د پاک ترک د ښوونځي یوه زده کوونکي ویلي دي چې تر دې وروستیو وختونو پورې یې د ګولن نوم هم نه و اوریدلی.
د زده کوونکو یو شمیر کورنۍ په دې په تشویش کې دي چې داسې نه شي چې دغه ښوونځي وتړل شي او یا یې هم په ادارې کې تغیر راشي.
د پاکستان حکومت ویلي دي چې د زده کوونکو ګټې به خوندي وساتي او یو داسې متبادله لاره به پیدا کړي چې دغه مکتبونه بند پاته نه شي.