شاته

د پنجشیر د سیند نوي خوندونه

یوه ډله اروپایي کشتۍ چلوونکي ورزشکاران په رنگارنگو کشتیو کې سپاره د پنجشنير په سیند کې د کشتۍ له چلولو نه خوند اخلي او د سیمې هیجاني ماشومانو ته په دې هیله یو نوی سپورت معرفي کوي چې ډیر ژر به یې زده کړي.

د پنجشیر دره د کابل د شمال په ١٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده. دا لومړۍ ځل دی چې د پنجشیر په ارامه سیمه کې دغه سپورت معرفي کیږي.

.

.

.

.

مخکې له دې چې دلته راشم، زه وېرېدم، ځکه د افغانستان په هکله مې تل بد خبرونه اوریدل، خو زما په نظر که تاسې د نړۍ هرې برخې ته لاړ شئ هلته زيات خلک ښه دي، د دې ځاى سيند ډېر ښکلى دى، موږ هم هیله درلوده چې دلته راشو."

.

دوى د دې ولايت ځينو ځايي اوسېدونکو ته هم په دې برخه کې روزنه ورکوي. محمد کریم وایي "ما د دې سپورت په هکله اوریدلي و خو هیڅ کله مې لیدلي نه و. اوس چې مې له نږدې ولیدو ډیره خوشاله شوم، ځکه چې په زړه پورې سپورت دی."