شاته

افغانستان او ایرلینډ وروستۍ او مهمې سیالۍ کې مخامخ کیږي

افغانستان د کرکټ په نړۍ کې ایرلینډ خپل نیزدې حریف گڼي. دواړه د دویمې درجې پرمختللي ټیمونه دي او د کرکټ نړیواله شورا هم ورته په دې نظر گوري چې د دوي نه به یو ټیم د کرکټ د اولې درجې ټیمونو کې شامل شي.

افغانستان تر دې دمه د ایرلینډ نه په شل اوریزو او پینځه ورځینو دواړو لوبو کې د درجه بندۍ په حساب مخکې دی.افغانستان په دې وروستیو لوبو کې هم د ایرلینډ خلاف د عربي اماراتو په صحرا جام کې او په هند کې په لومړیو شل اوریزو سیالیو کې ښه وځلید او ایرلینډ ته ېې مسلسلې ماتې ورکړې.

د شل اوریزو لوبو نه پس په لومړیو دوه یو ورځنیو سیالیو کې هم افغانستان ایرلینډ د مسلسلو ماتو سره مخ کړ او داسې گڼل کیده چې افغانستان به دریمه یو ورځنۍ سیالي هم وگټي او بل جام به هم پورته کړي،خو هغه سیالي د ایرلینډ ټیم په شپږ وکټو وگټله. څلورمې سیالۍ کې بیا ایرلینډ په افغانستان لاس بری شو او په درې وکټو ېې ماتې ورکړه.

افغانستان او ایرلینډ څلور لوبو کې دوه دوه گټلي او پینځمه ورته د فاینل معنا لري.

افغانستان او ایرلینډ څلور لوبو کې دوه دوه گټلي او پینځمه ورته د فاینل معنا لري.

دې دوه ماتو ایرلینډ ته د بري روحیه او افغانستان کرکټ ټیم یو سوال پیدا کړ،چې اخر ولې په هم هغه میدان،د هم هغه ټیم خلاف پرله پسې ماتې خوري. د کرکټ زیاتره مبصرین د کرکټ د ملي ټیم د کپتان اصغر ستانکزي په کپتانۍ انتقاد لري چې د پچې گټلو نه پس پرله پسې اول توپ وهنه کوي او د توپ وهونکو په ترتیبب کې هم سم انتخاب نه کوي او زیاتره د منځ لوبغاړي اخر ته وباسی. چې زیاتره د شفیق الله شفق د نوبت په اړه سوال پیدا کیږي،چې د کوم نوبت لوبغاړی دی. شفیق الله شفق دریواړو لوبه کې ښه ځلیدلی،خو تراوسه ېې ټیم کې پوخ ځای نه دی معلوم.

بل انتقاد د راشد ارمان د توپ اچونې نه د سمې استفادې په اړه کیږي، چې زیاتره وخت چې مقابل ټیم په پښو ودریږي، نو بیا راشد ارمان توپ اچونې ته راځي ،چې هغه وخت بیا مقابل ټیم د هغه نه زیات ډار نه احساسوي.

راشد ارمان د ایرلینډ ټیم تل د مشکلاتو سره مخ کړی او وروستۍ سیالۍ کې هم ورنه ډیره هیله کیږي.

راشد ارمان د ایرلینډ ټیم تل د مشکلاتو سره مخ کړی او وروستۍ سیالۍ کې هم ورنه ډیره هیله کیږي.

نو د جمعې د ورځې دپاره داسې هیله کیږي چې افغانستان په هغه باور سره میدان ته بیا کوز شي،لکه چې لومړیو دوه سیالیو کې ښکته شوی و.ورسره د توپ اچونې په لړ کې د شهزاد دریدل مهم بلل کیږي. توپ اچونه کې د یو بل تیز بالر غوښتنه هم کیږي چې دولت ځدران سره ملگری ووسي.

ایرلینډ هم کوشش کوي چې په افغانستان ترلاسه کړې غلبه همداسې ټینگه وساتي او د هند په میدان ماتې ورکولو سره د قوي روحېې سره کور ته ستون شي.

په دې اساس د جمعې د ورځې لوبه دواړو ټیمونو دپاره حیاتي ارزښت لري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.