شاته

وحدتيار: روسيه غواړي افغانستان کې امريکا ته سرخوږې پيدا کړي

افغان حکومت وايی د افغا نستان د سولې په هکله په مسکو کې جوړيدونکې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس له قوله اسلام آباد د نړیوال فشار لاندې دی ترڅو هغه طالبان چې په دی هېواد کې مرکزونه لري سولې ته مجبوره کړي.

سياسي څيړونکي هاشم وحدتيار امريکا غږ اشنا ته وويل د افغان حکومت مخالف وسله وال طالبانو په غياب کې د پری تر شاه خبری د دوو حرکتونو ترمنځ يو نوع زور ښودل دي چې يو د روسيي او متحدينو يي او بل د امريکا او ناټو له خوا تر سره کيږي.

د روسيي له خوا د دا ډول کنفرانسونو جوړولو مقصد دا نه دی چې افغانستان دی امن شي بلکه غواړي نړيوالو ته وښيي چې دوئ هم په سيمه کې نفوذ لري او په افغانستان کې ښه رول ادا کولائ شي.

ښاغلي وحدتيار زياته کړه روسيه نه غواړي چې افغانستان امن شي بلکه غواړي په افغانستان کې امريکا ته سرخوږې پيدا کړي.

هغه د پاکستان د هڅو په اړه وويل چې اسلام اباد غواړي د امريکا نوې ادارې ته چې د افغانستان او پاکستان په اړه نوې پاليسي جوړوي وښايي چې پاکستان د افغانستان ثبات ته ليواله دی.

دا چې د افغان حکومت مخالف وسله والو طالبانو په غياب کې د پری تر شاه خبری به څه نتيجه ولري؟

سياسي څيړونکي هاشم وحدتيار امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې اول همدا پوښتنه ځواب کړې: