د عکسونو البوم: 'هند مخامخ'
-
John Swinburne
د جيپور ښار ماڼۍ کې یو ساتونکی د نړۍ تر ټولو لویو لوښو ساتنه کوي، چې له سپینو زرو جوړ شوي دي.
-
DIMITRA STASINOPOULOU
د ښارونو څنډو کې جونګړې. د کلکتې په څنډو دغو جونګړو کې هغه کسان ژوند کوي، چې د ښه ژوند لټون کې له کلیوالو سیمو ښارونو ته مخه کوي.
-
Tristan Young
د راجستان جیپور ښار امبر کلا ته نژدې د یوه معبد مخې ته ناست سړی
-
Rory Cavanagh
اګره ښار کې د هند تر ټولو مشهور یادګار تاج محل موقعیت لري، خو خپله د اګرې ښار تر یوه حده له پامه غورځول شوی دی
-
Neeraj Vats
د نوي ډیلي یوه بازار کې د رنګونو ټولګه
-
Marian Watson
ورانسي ښار کې ګهیځ وختي مهال یو شمېر کسان مذهبي رسوم تر سره کوي
-
Thomas Le Penn
ونارسي کې د ګنګا سیند پر غاړه د مړو وروستي مراسم
-
Sunil Pareek
د مدهیه پردېش ایالت اوجین سیمه کې ښځې د شیفرا سیند پر غاړه وینځل شوې ساړۍ وچوي. دغه سیند د ځايي خلکو له عقیدې سره سم سپیڅلی بلل کېږي