BBC
 شاته

وسله والو په کندوز کې نهه سیمه ییز پولیس وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption تراوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان په شمال کندوز ولایت کې وسله والو د یوې پوستې ۹ پولیس وژلي او یو یې له ځانه سره ژوندی بیولی دی.

د کندوز امنیتي چارواکي وايي، پېښه پنجشنبه سهار څلور بجې د کندوزـ علي اباد پر لویه لاره د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

ننګرهار کې د طالبانو برید کې 'پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي'

"کندوز کې د امنیتي ځواکونو هوایي برید ۱۹ وسله وال وژلي"

داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د پوستي نوکریوال پولیس له وسله والو سره تار لاره او هغوی یې د خپلو همسنګرانو وژنې ته رابللي دي، خو په شمال ختیځ کې د پامیر زون د پولیسو قوماندان شېرعزیر کامه وال له بي بي سي سره په خبرو کې د نوکریوال پولیس او وسله والو ترمنځ د تار خبره له وخته مخکې وبلله او زیاته یې کړه: "وسله والو مخالفانو د قزاقانو په کلي کې زموږ د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی، نهه پولیس یې وژلي او یو یې له ځانه سره ژوندی بېولی دی."

ښاغلي کامه وال زیاته کړه، وسله والو د پېښې له ځايي د وژل شويو سیمه ییزو پولیسو سپکې وسلې هم له ځانه سره وړي دي خو دوی د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته پلاوی استولی دی.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

د افغان پوځ یوه چورلکه کندوز کې "لوېدلې"