BBC
 شاته

د هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption خو سنګین کې د ټولنیزې شورا مشر حاجي میراجان بي بي سي ته وویل، تېره شپه پخپله خوښه افغان ځواکونو وسله والو طالبانو ته دغه ځای پرېښی دی.

د سوېلي هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي مني، چې د سنګین ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، سنګین ولسوالۍ کې مېشت افغان ځواکونه د وزارت د پلان له مخې له خپل فرعي ځایه خپل اصلي ګارنیزیون ته لېږېدلي. خو سنګین کې د ټولنیزې شورا مشر وايي، ولسوالي په "خپله خوښه" طالبانو ته پرېښودل شوې.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د مېشت د ملي اردو ځواکون ثابته اډه د وزارت او د لوی درستیز د پلان له مخې له خپل فرعي ځایه اصلي ګارنیزیون (شکر شیله) سیمې ته لېږدېدلې ده".

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، دغه ځواکونه د لوژستیکي او تکتیکي شاتګ پربنسټ له اډې نه شاته شوي چې ولسي وګړو او ورڅېرمه بازار کې ملکیتونو ته زیان وانه وړي.

وړاندې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې سنګین ولسوالۍ کې یې د ملي اردو یوه اډه نیولې او د سنګین ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده.

د هلمند لښکرګاه کې موټربم برید مرګ ژوبله اړولې ده

د هلمند جګړې د جګپوړو چارواکو پښې دغه ولایت ته وڅکولې

دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

دغه وزارت وايي، سنګین کې د میوند ۲۰۱۵ قول اردو دویمه لېوا فعاله ده او هلته هېڅ ډول ستونزه نه شته، یوازې د ولسوالۍ شاوخوا کې د وسله والو مخالفو ځینې فعالیتونه موجود و، چې ملي اردو یې د له منځه وړلو په پار عملیات پیل کړي.

خو سنګین کې د ټولنیزې شورا مشر حاجي میراجان بي بي سي ته وویل، تېره شپه پخپله خوښه افغان ځواکونو وسله والو طالبانو ته دغه ځای پرېښی دی.

نوموړی وايي، ددغه ځای له پرېښودو سره ګریشک ولسوالي هم تر ګواښ لاندې ده.

میراجان زیاتوي، افغان ځواکونه دغه اډه له جګړې پرته پرېښې.

یاده اډه د سنګین ولسوالۍ په درې کیلومترۍ کې ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption وړاندې له موسی کلا، نوزاد او ګرمسیر ولسوالیو هم افغان ځواکونه پخپله خوښه شاته شوي وو.

سوېل کې د بي بي سي خبریال وايي، دا په تېر یوه کال کې د هلمند څلورمه ولسوالۍ ده چې افغان ځواکونه پخپله خوښه ترې شاته کېږي.

وړاندې له موسی کلا، نوزاد او ګرمسیر ولسوالیو هم افغان ځواکونه پخپله خوښه شاته شوي وو.

هلمند کې د ناټو هوايي برید 'طالبان او ولسي وګړي وژلي دي'