BBC
 شاته

جنوبي کوریا درې کاله وروسته ډوبه شوې بېړۍ ومونده

د انځور حقوق AP
Image caption د بېړۍ ډېرې سپرلۍ د ښووڼځي زدکوونکي وو.

یاده بېړۍ، چې ډ‌ېری سپرلۍ یې د ښوونځي زدکوونکي وو، د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په ۱۶مه په اوبه کې ډوبه شوه.

بېړۍ د خپلو څرخونو په وسیله د اوبو سرته راخېژول شوې، خو تر ساحله کشول یې تړوني ته اړتیا لري.

د بېړۍ په ډوبېدلو سره سل کډوال ورک شوي

د اندونیزیا یوې بېړۍ کې اور لګېدو ۲۳ کسان وژلي

اټکل دی چې په بېړۍ کې به د پېښې د قربانیانو جسدونه پاتې وي، نو ځکه یې د پېښې د قربانیانو خپلوان د راویستلو غوښتنه کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption بېړۍ د خپلو څرخونو په وسیله د اوبو سرته راخېژول شوې، خو تر ساحله کشول یې تړوني ته اړتیا لري

اټکل دی چې بیړۍ به تر دوو اونیو ساحل ته ورسېږي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال سټیفن ایوان په خبره، دولت د یادې ۶۸۲۵ ټنه وزن لرونکې بېړۍ د راویستلو چارې په چټکۍ پر مخ وړي.

د هاوپونګ ۱۶ کلنه لور هم په یاده بېړۍ کې ډوبه شوې، خو د هغې په اړه یې بیا هیڅ معلومات نه دي لاسه کړي.

د انځور حقوق REUTERS/KOREA COAST GUARD
Image caption محکمې د بېړۍ د ډوبېدو پړه پر کپتان ور اچولې ده

هغه په یوه کښتۍ کې سپور او له اوبو څخه د ډوبې شوې بېړۍ د راویستلو چارې یې له نږدې ولیدلې.

نوموړي له (ای ایف پي) خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: "د سیوول د بیا لیدو پر مهال زه تاسو ته خپل احساسات نه شم بیانولای."

په لومړیو کې د بېړۍ د ډوبېده لاملونه ناسم ډيزاین، زیات وزن، بې تجربې چلوونکي او د دولت بې غوري ګڼل شوي وو، خو وروسته یې محکمې د ډوبېدو پړه پر کپتان ور واچوله.

جنوبې کوریا د بېړۍ د ډوبېدو له پېښې وروسته سخته اندېښنه ښودلې وه.

د یوګندا فوټبال لوبغاړو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې

په چین کې د ټیټانیک په څېر بېړۍ جوړېږي