BBC
 شاته

افغان مشرتابه پر لندن د تېرې ورځې برید غندلی دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني ترهګري د بشریت، سیمې او نړۍ لپاره ګډ خطر بللی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر لندن د تېرې ورځې برید غندلی دی او ترهګري یې د بشریت، سیمې او نړۍ لپاره ګډ خطر بللی دی.

تېره ورځ د لندن مرکزي برخه کې یوه سړي پر ویسټ منسټر پله پلي روان خلک د ګاډي په ټکر ووهل او وروسته یې پر یوه پولیس افسر د چاکو ګوزارونه وکړل.

هغه پېښه کې د بریدګر په ګډون، چې د پولیسو په ډزو ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه، پنځه کسان ووژل شول او څلوېښت نور ټپيان شول.

اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې ویلي بریدګر د دوی ملګری و.

د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې افغان ولسمشر د یادې پېښې له امله د بریتانیا له دولت او خلکو سره خواخوږي ښودلې او له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه یې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني ویلي:

"افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د تروریزم تر نابودۍ پورې به ګډه مبارزه وکړي"

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم پر خپل ټوېټر پاڼه یاد برید په کلکو ټکو غندلی او د برتانیا له حکومت او د پېښو له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

بل لور ته د بریتانیا د ترهګرۍ ضد مبارزې پولیسو ویلي، د لندن ویسټمنسټر برید په تړاو یې چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول او څلوېښت نور ټپیان شول، اووه کسان نیولي دي.

د دغې ادارې سرپرست مشر مارک راولي ویلي، سلګونو کسانو تېره شپه برمنګهم ښار کې څلور کورونه تلاشي کړل او په دې تلاشۍ کې اووه کسان نیول شوي دي.

راولي وايي د تېرې شپې عملیات لندن کې د چارشنبې ورځې د برید په تړاو ترسره شوي.