داعش: د لندن برید کوونکی زموږ سرتېری و
اسلامي دولت نومې ډلې داعش د چهارشنبې پر ورځ د برتانیا پارلمان ته څېرمه د برید پړه منلې ده.
دغې ډلې د 'اعماق' په نوم وېبپاڼه باندې د اعلامیې په خپرولو ویلي چې بریدکوونکی" د اسلامي دولت سرتېری دی" او برید یې "ایتلاف کې شاملو هېوادونو" ته ګوزار بللی.
پرون (چهارشنبه) یوه سړي موټر د ویسټمنسټر پر پلې لارې تلونکو کسانو وروست چې ګڼ کسان یې ټپیان کړل.
بیا وروسته هغه یو پولیس په چړې ووژاه، خو وروسته د پارلمان ساتونکو پولیسو بریدګر په ډزو وواژه.
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد مبارزې پولیسو ویلي، د لندن ویسټمنسټر برید په تړاو یې چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول او څلوېښت نور ټپیان شول، اوه کسان نیولي دي.
د دغې ادارې سرپرست مشر مارک راولي ویلي، سلګونو کسانو تېره کرۍ برمنګهام ښار کې څلور کورونه تلاشي کړل.
په دې تلاشۍ کې اوه کسان نیول شوي دي.
راولي وايي د تېرې شپې عملیات لندن کې د چارشنبې ورځې د برید په تړاو ترسره شوي.
لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي
د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي
برمنګهام د بریتانیا هغه یو ښار دی چې تر ډېره پکې کډوال اوسېږي او د بریتانیايي مسلمانانو لویه ټولنه هم پکې شته.
تراوسه د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او نه یې هم په اړه نور جزییات ورکړل شوي.
مارک راولي یاتوي، ښکاري چې د تېرې ورځې لندن د برید عامل د "نړیوالو ترهګرو تر اغېز لاندې" راغلی وي.
د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، ښايي دغه کس له "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې اغېزمن شوی وي.
راولي وايي، پېښه کې ۲۹ ټپیان شوي کسان روغتونونو کې رغول شوي.
راولي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "برمنګهام، لندن او د هېوادو په نورو برخو کې پوښتنې ګروېږنې روانې دي."
نوموړی وايي، له پېښې وروسته د لندن واټونو او کوڅو کې د پولیسو شمېر ډېر کړل شوی دی.
په برید کې ځینې فرانسوي زده کوونکې ټپیان شوې دي.
له برید وروسته، د لندن ښار ځینو برخو کې د تګ راتګ بندیز ولګېد او پولیس مېشت شول.
وسټمنسټر پل د پنجشنبې ګهیځ وختي هم د پولیسو له خوا کلابند و.