شاته

تلرسن: د داعش نابودي د امریکا لومړیتوب دی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د دوه ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ په زغرده اعلان وکړ چې د اسلامي دولت د ډلې له منځه وړل د دونالد ټرمپ د ادارې په لومړیتوبونو کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تلرسن، د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې "د اسلامي دولت د ډلې کمزوري کول وروستی هدف نودی، مونږ باید داعش ته ماتې ورکړو او د داعش ماتې په منځني ختیځ کې د امریکا د متحده ایالاتو لومړنی هدف دی."

ښاغلي تلرسن وویل "لکه دمخه مو چې ویلي دي هغه وخت چې ټول شیان په لومړیتوب کې وي، هیڅ شئ په لومړیتوب کې نه وي. خپل تمرکز باید عاجلې کوضوع ته واړوو. په اوسني وخت کې زمونږ وروستی هدف د پوځي قدرت له لارې د داعش مطلق حذف کول دي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د داعش ضد ایتلاف پوځي ځواک به په ټولو هغو ځایونو کې پاته شي چې هلته د داعش "جعلي خلافت" موجود دی تر څو ټولې سیمې د "داعش له استبداد" نه خلاصې شي.

په اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د واشنگټن ډي سي په ښار کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف کوربه دی چې په کې د ٦٨ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو گډون کړی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په وار وار ویلي دي چې د اسلامي دولت ډله به له منځه یوسي، هغه ډله چې نه یواځې په اسلامي هیوادونو کې، بلکه په غربي هیوادونو کې هم په ځاگړې توگه په اروپا کې ترهگریزې حملې کړې دي.