BBC
 شاته

د امریکا جمهوریپال ګوند کې اختلافونه 'ډېر شوي'

Image copyright abc
Image caption ښاغلي ټرامپ ويلي هغه چمتو نه دی چې د پال رايان او يا سناتور جان مک کين د دوی د لومړنيو منډو ترړو پر مهال د هغوی ملاتړ وکړي.

د امريکا په جمهوريپال ګوند کې له هغه وروسته اختلافونه ډېر شوي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د څو هغو پخوانيو جمهوريپالو غړو د بيا ټاکل کېدو له ملاتړ څخه ډډه وکړه چې په هغه نيوکې کوي.

ښاغلي ټرمپ ويلي هغه چمتو نه دی چې د پال رايان او يا سناتور جان مک کين د دوی د لومړنيو منډو ترړو پر مهال د هغوی ملاتړ وکړي.

په عین حال کې ريچارډ هان لومړنی جمهوريپال د کانګرس غړی و چې اعلان يې وکړ چې د ښاغلي ټرمپ د ډیموکراتې سيالې هیلري کلنټن ملاتړ کوي.

ولسمشر اوباما هم د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي ټرمپ وړتيا له پوښتنې سره مخامخ کړې.

نوموړي وویل، د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري پال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ولسمشر کېدو وړتیا نه لري.

دی پوښتي، د هغه ګوند یې ولې تر اوسه د ولسمشرۍ کاندیدۍ لپاره ملاتړ کوي.

بل لور ته د امریکا ډیموکراټ او جمهوريپالو ګوندونو مشرانو له لوري د یوه مسلمان پوځي د مور، پلار په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونې غندل شوې دي.

وړاندې، د ولسمشریزو ټاکنو جمهوریپال کاندید ډونالډ ټرمپ پر خپلې ډیموکراټې سیالې هیلري کلنټن توندو نیوکو ترڅنګ په امریکا کې د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو کې د "درغلی" خبرداری ورکړی.

ټرمپ یوه بله ناسته کې خپله سیاله "شیطانه" بللې.

Image copyright AP
Image caption د امریکا ډیموکراټ او جمهوريپالو ګوندونو مشرانو له لوري د یوه مسلمان پوځي د مور، پلار په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونې غندل شوې دي.
Image copyright Reuters
Image caption ټرمپ یوه بله ناسته کې خپله سیاله "شیطانه" بللې.