شاته

افغان ځواکونو ننګرهار کې د داعش د جلب او جذب مرکز نیولی

ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، افغان امنیتی ځواکونو د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو پر خلاف د بریالیتوب وروسته تیره ورځ د دغې ولسوالۍ په ګاونډ د هسکې مېنې ولسوالۍ کې د خراسان په نوم د داعش د جلب اوجذب یو لوی مرکز نیولی دی.

حکومتي ځواکونو د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د جلب جذب مرکز نیولی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د "قهر سېلاب" عملیاتو په لړ کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ شابۍ او ګورګورۍ بازار سیمې له داعش وسله والو پاکې کړي دي.

نوموړی وایي د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د جلب جزب هغه لوی مرکز یې هم نیولی چې د خراسان ولایت نوم یې ورکړی و او له همدې ځایه یې د جګړې رهبري کوله.

نوموړی وایي په دغو ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې دتېرو دوو ورځو راهیسې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې اوه جنګیالي هم وژل

شوي او ګڼ ټپیان چې جسدونه یې د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

تر اوسه داعش وسله والو د حکومت ددغو تازه انکشافاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید فقیر امریکا غږ ته وویل چې عملیات ښه روان دي او داعش وسله وال د هسکې مینې ولسوالۍ اوارې ساحې پرېښي او لرو پرتو غرنیو سیمو ته تللي دي او ځینې یې له دې ولسوالۍ وتلي دي.

اوړمه ورځ افغان امنیتی ځواکونو د کوټ ولسوالۍ د داعش د وسله والو څخه د یوې پاکې ولسوالۍ په توګه اعلان کړه او ویې ویل چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې څخه په نیول شوو سیمو کې به امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي.

پکتیکا کې د یو طالب قوماندان د وژل کیدو ادعا

چارواکي وايي، چې د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په تعرضي بريد کې د يوه مشهور طالب قوماندان په ګډون پنځه پاکستاني جنګيالي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل امريکاغږ ته وويل، د پاکستاني طالبانو پر يوې څوارلس کسيزې ډلې تېرماښام د شکين ولسوالۍ په سليمانځو سيمه کې امنيتي ځواکونو د کمين پرمهال بريد کړی دی.

پيرخېل وويل، په بريد کې د طالبانو د يوې شپېته کسيزې ډلې قوماندان صوبه ګل، چې په انس مشهور و، له خپلو څلور ملګرو سره وژل شوی او اووه نور ملګري يې ټپيان شوي دي.

پيرخېل زياته کړه: ”دغه وسله وال د شمالي وزيرستان اوسېدونکي دي. له دوی څخه يو ډاټسن موټر، يو شمېر درنې او سپکې وسلې او ځينې نور جنګي مهمات هم زموږ ځواکونو ته په لاس ورغلي دي‟.

د يو بل خبر له مخې پرون د ورځې په وروستيو کې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په مته خېلو سيمه کې د ملي ادرو له سرتېرو سره په جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

تر اوسه افغان او پاکستاني طالبانو د دغو پېښو او يا د خپل وژل شوي قوماندان د خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.