شاته

د کانگرس جمهوري غوښتونگي غړي د کلنټن ملاتړ اعلان کړ

د امریکا په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکي گوند غړی رچرډ حنا لومړی کس دی چې د خپل سیاسي مخالفه گوند د دیموکرات گوند نه د ولسمشرۍ مقام ته د کاندیدې هیلري کلنټن ملاتړ یې اعلان کړ.

دا څرگندوي چې د جمهوری غوښتونکي گوند ځیني غړي د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ مقام ته د کاندیدۍ په هکله اندیښنې لري.

د یادوني وړ ده چې په امریکا کې دا وخت د ډانلډ ټرمپ او د یو امریکایي مسلمان خضر خان تر منځه لانجې د ډیرو خلکو پام ځان ته راگرځولی دی. د امریکايي پوځي همایون خان چې په عراق کې وژل شوی وو، په پلار خضر خان باندي د ډانلډ ټرمپ د انتقاد نه ورسته د جمهوري غوښتونکي گوند ځیني کسان په هغه نیوکې کوي.

د جمهوري غوښتونکي گوند یو مهم غړی پاو ل راین چې د استاځو د مجلس رئیس دی، یوه بیانیه خپره کړیده چې وایي د خضر خان او د هغه د میرمن غزاله خان قربانیو ته درناوې پکار دی. د پاول راین د دغه بیان نه ورسته ډالډ ټرمپ د هغه نه طنزیه مننه وکړه.

د جمهوری غوښتونکي گوند ځیني غړو دا ویلي دي چې هغوي به د ډانلډ ټرمپ ملاتړ ونکړي خو رچرډ حنا لومړی کس دی چې یې د هیلري کلنټن ملاتړ اعلان کړیدی. هغه وویل چې په خان باندی د ډالډ ټرمپ نیوکې ډیرې بیځایه دي. هغه زیاتوي

" زما لپاره یواځي دا کافي نه ده چې ووایم د هغه خبره غلطه وه بلکې هغه زمونږ د گوند او د ملک مشري نه شي کولی".

د جمهوري غوښتونکي گوند اکثره غړو خضر خان او د هغه میرمن غزاله خان ته درناوې څرگند کړیدی.