BBC
 شاته

اروپايي محکمه: کار ځای کې پر ټیکري بندیز' قانوني کېدای شي'

د انځور حقوق AFP
Image caption محکمه وايي، که د یوې کمپنۍ پر ټولو کارکونکو د برالا مذهبي علاماتو کاروولو بندیز لګېدلی وي، پر ټيکري بندیز لګول تبعیض نه دی

د اروپا یوې عالي محکمې ' اي سي جې ' ویلي په کارځایونو کې د ټیکري په څېر د هر ډول سیاسي، فیلسوفي او یا مذهبي علاماتو پر کاروولو بندیز مستقیم تبعیض نه رامنځته کوي.

محکمه وايي، که د یوې کمپنۍ پر ټولو کارکونکو د برالا مذهبي علاماتو کاروولو بندیز لګېدلی وي، پر ټيکري بندیز لګول تبعیض نه دی.

"د سویډڼ ښځینه چارواکي باید ایران کې ټیکري پر سر کړي"

بې حجابه؟ د ایران ولسمشر جالب ټویټ

د محکمې په خبره، خو دغه بندیز باید د کمپنۍ د داخلي اصولو پر بنسټ وي، چې له ټولو کارکونکو د ' طبیعي کالیو ' اغوستو غوښتنه کوي. د محکمې په وینا دا باید د یوه مشتري په خوښه نه وي.

دا په کارځایونو کې د ټیکري پرسرولو په تړاو د محکمې لومړنۍ څرګندونه ده.

محکمې دغه څرګندونې بلجیم کې د یوې امنیتي کمپنۍ 'جي فور ایس 'د هرکلي دفتر یوې کارکونکې قضیې په تړاو کړې، چې کارځای کې یې ټیکری پرسراوه.

اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو کالیو او ټولنه کې د کډوالو ادغام موضوع دا وروستیو کلونو کې تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

اتریش او د جرمني باواریا ایالت په عام محضر کې د ټول مخ پټولو پر نقاب بندیز لګولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل بیا د سې شنبې ورځې اروپايي محکمې پرېکړه ( ناهیلي کونکې ) بللې او په وینا یې دې سره ' تعصب ته یوه بله لاره پرانیستل کېږي. '

د انځور حقوق AFP
Image caption یو شمېر مسلمانې ښځې د ټیکري پرسرولو بندیزونه د مذهب ضد اقدام ګڼي او ردوي یې

محکمې د سمیرا اچبیتا قضیې لړ کې دغه څرګندونې کړې، چې ۲۰۰۶ کال جون کې له دندې ګوښه شوې وه. نوموړې له درې کلن ماموریت وروسته کارځای کې د ټیکري پرسرول پیل کړي و.

سمیرا ادعا کړې، چې د دې د مذهبي عقیدې پر بنسټ مستقل تبعیضي چلند ورسره شوی دی او بلجیم محکمې دغه قضیه د سپیناوي لپاره د اروپا سترې محکمې ته استولې وه.

تر کلونو پورې د اروپا لر او بر کې محکمې د مذهبي علاماتو لړ کې له پېچلو قضیو سره مخامخ دي.