مالیزیا کې د "ښکلې او وحشي" فلم نندارې ځنډول
په ماليزيا کې د اېما واټسن "ښکلې او وحشي" فلم چې روانه اونۍ خپرېده، د بياکتنې په موخه له خپرولو پاتې شوی دی.
تر اوسه د دغه ځنډ ځانګړی دليل نه دی وړاندې شوی، خو د همنوږۍ (همجنسبازۍ) د ښودنې له امله يې تېره اونۍ شخړې پارولې وې.
په ماليزيا کې چې ډېری خلک يې مسلمان دي همجنس خوښونه يا همنوږي غیرقانوني چاره ده خو له دې سره سره د هغه هيواد د ګرځندوی وزیر د ياد فلم بندول حیرانوونکي بللي.
په پام کې وه دغه فلم د تېرې پنجشنبې په ورځ نندارې ته وړاندې شي.
د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم اوسکار واخیست
د اوسکار تېروتنه: د سپوږمۍ وړانګه ترټولو ښه فلم دی، نه لا لا لېنډ
دا فلم د ډیزني شرکت له خوا جوړ شوی دی.
تر اوسه د فلم د ځنډولو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د ډیزني شرکت ویاند د مالیزیا "ده سټار" ورځپاڼې ته ویلي: "د فلم وړاندې کولو نېټه ځنډول شوې، موږ د فلم نندارې ته د بلې نېټې ټاکلو په درشل کې یو."
تېره اونۍ د فلم ځینو صحنو کې د یوه همنوي د ګومارلو د سابقې په اړه لانجې راپورته شوې.
د مالیزیا "جي اېس سي سینما" شرکت ویلي، دوی به خلکو ته د فلم د ټکټ هغه اخیستل شوې پیسې بېرته ستنې کړي، چې له وړاندې یې اخیستې دي.
یوه روسي پارلماني وکیل د روسیې د کلتور له وزیر ولادیمیر میډنیڅکي غوښتي وو چې د فلم پر نندارې بندیز ولګوي، خو وزارت وویل، دا فلم له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر کسان کتلای شي.
د روسیې د قانون له مخې، د کم عمر کسانو ترمنځ د "همنوږۍ" خپرول ممنوع دي.
دا فلم د جمعې په ورځ بریتانیا کې نندارې ته وړاندې کېږي.