BBC
 شاته

د ښوونځیو د زده کوونکو نوی یونیفورم؛ اجباري که اختیاري!

د انځور حقوق K.Haqmal
Image caption پوهنې وزارت وايي، له دواړو رنګونو سره ټیکری سپین کارول کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ښوونځیو کې د نجونو لپاره نوی یونیفورم جوړ کړی، چې ابي او فولادي رنګونه پکې غوره شوي. د پوهنې وزارت وايي، دا جامې به سږ کال اختیاري، خو راتلونکی کال اجباري بڼه غوره کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، د ابتدائیه ښځینه زده کوونکو د جامو رنګ ابي، کمیس او پرتوږ او سپین ټیکری، کمیس یې لنډ تر زنګنونو پورې او د متوسطه او لېسې د زده کوونکو رنګ فولادي، سپین ټیکری، کمیس تر پښو پورې اوږد غوره شوی دی.

ښاغلي حقمل ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولې یې تور رنګ بدل کړی وویل: "دا یوه لویه لایحه ده، چې د نجونو، هلکانو او ښوونکو لپاره به بېلابېل سکښت لرونکې جامې غوره کېږي. ښه والی یې دا دی چې سږ کال نه عمل کېږي، یو کال ښوونځیو کې په ازمېښتي ډول کارول کېږي، هغه زده کوونکې چې پخوانۍ جامې اغوندي، هېڅ ممانعت یې نه کېږي."

نوموړی وايي، که دغه لایحه یې د منلو وړ وه او خلکو خوښه کړه، نو راتلونکی کال به اجباري بڼه غوره کړي.

پکتیکا کې ولس په خپل لګښت د نجونو ښوونځي ودانۍ ورغوله

"پکتیکا کې نژدې ۳۰ زره نجونې ښوونځیو ته ځي"

خو ځینو ښځو بي بي سي ته لیکلي، چې د جامو دا ډول رنګ غوره کول به کورنیو ته ستونزمن کار نه وي چې څه ډول رنګ خپلو نجونو ته غوره کړي؟

د پوهنې وزارت ویاند یې په ځواب کې وویل، ښوونځي د کورنیو له خوا نه، بلکې د پوهنې وزارت له خوا اداره کېږي، نو همدوی به یې په اړه پرېکړه کوي: "ګورئ، د ښوونځیو اداره کورنۍ نه کوي، موږ یې کوو. نو کوم څه چې موږ ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره مناسب بولو - هغه هم د خلکو د غوښتنو پربنسټ، هغه موږ عملي کوو. د تورو جامو پرخلاف کلونه کلونه خلکو اعتراضونه وکړل چې ګني ګرم دي او ګرمي کشکوي. موږ له دوه کلنې څېړنې وروسته دا دوه رنګونه انتخاب کړل".

ځینې دا جامې د عربانو ښځو غوندې بولي او وايي ولې پوهنې وزارت د افغانانو جامې (کمیس او مناسب پرتوږ) نه دي غوره کړي؟ د پوهنې وزارت یې ځواب کې وايي: "پوهنې وزارت ټولو اسلامي او افغاني اصولو ته په پام سره دغه ډول خوښ کړی او د شاګردانو د سن له اړخه ملحوظاتو ته په کتلو سره مو دا ډول خوښ کړی. دا له افغاني اسلامي کلتور سره هېڅ ټکر نه لري، نو چې ټکر نه لري پر ځای پورې تړاو نه لري".

کبیر حقمل وویل، د نجونو د کالیو رنګ او ډول یې وزیرانو شورا ته هم وړاندې کړی او هغوی ورسره منلی دی.

نوموړی وايي، د دغه لباس ډول او لایحه د یوه ځانګړي قانون له مخې، د وزارت د علمي شورا د پرله پسې ناستو پایله کې، چې ښځې هم په کې دي، جوړ شوی دی.

پر خواله رسنیو د ځینو ښځو پوښتنې:

د انځور حقوق .
Image caption افغانستان کې ۳۳ سلنه ښوونکي ښځې دي

د ځوانانو د پارلمان استازې ظریفې غفاري لیکلي: "سوچ نه کوئ چې دا تر پښو پورې اوږد کمیس هغو ماشومانو ته چې د مکتب ابتدائیه کې درس وایي، ستونزمن نه وي او سوچ نه کوئ دا کار یو ځل بیا د ولسونو او حتی ماشومانو ذهنونو کې د افراطیت ترویج ته کار کول وي؟".

یوه بله ښځه وايي "رنګونه مې خوښ دي، خو دا اوږدوالی یې نه. دا ښوونځي به نور داسې ښکاري لکه د خانقا مدرسې. مناسبه جامې خو حتماً د جامو په اوږدوالي کې نه وي."

'یوه افغانۍ یو ښوونځی'؛ د پوهنې پرمختیا نوې طرحه