افغانستان کې د داعش ماین چاودنې درې امریکايي سرتېري ټپيان کړي
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د دوی درې سرتېري ټپیان کړي.
ناټو ځواکونو په یوې خبرپاڼې کې ویلي، تېره شپه (کب ۲۳مه) شاوخوا ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د دوی یو موټر د سړک غاړې پر ماین وخوت.
دغه ځواکونه وايي، چاودنه کې درې امریکايي سرتېري ټپیان شوي، خو ټپونه یې سربېرن دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چاودنه زوروره نه وه.
'' ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیتونه د تېر کال پرتله کمزوري شوي "
"داعش په پښتونخوا کې جذبېدونکي وسلوال افغانستان ته لېږي"
"اسلامي دولت" (داعش) ډلې ددغې چاودنې پړه منلې ده چې وايي د امریکايي ځواکونو اړوند یو موټر یې د ننګرهار ولایت چپرهار په لامه سیمه کې ویجاړ کړی دی.
ننګرهار افغانستان کې د داعش د فعالیت سیمه ده، چې له څو کلونو راهیسې افغان او نړیوال ځواکونه ددغې ډلې پروړاندې هلته عملیات او جګړه کوي.