BBC
 شاته

د پاکستان تېز توپ اچوونکی محمد عرفان د درغليو په تور له لوبو ځنډول شوی

د انځور حقوق Rex Features
Image caption محمد عرفان د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د اسلام اباد يونايټېډ لپاره لوبه کوله.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغه هېواد تېز توپ اچوونکی محمد عرفان پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د درغلۍ په تور په لنډمهاله توګه له لوبو ځنډولی دی.

۳۴ کلن محمد عرفان د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو ضد قانون له دوو مادو په سرغړونه تورن شوی دی.

دغه اووه فوټ دنګ لوبغاړې ۱۴ ورځې وخت لري چې په دې اړه خپل ځواب ووايي.

د يادولو وړ ده چې محمد عرفان د دوشنبې پر ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو ضد څانګې ته حاضر شوی و.

کرېکټ: پېښور زلمیانو د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګتله

د پاکستان سوپر ليګ دوه نور افغان لوبغاړي هم لوبو ته وروبلل

محمد عرفان د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د اسلام اباد يونايټېډ لپاره لوبه کوله.

د پاکستان کرېکټ بورډ دوه نور لوبغاړي شرجيل خان او خالد لطيف هم په دې تړاو له لوبو ځنډولي دي.

د دغو پلټنو په ترڅ د کراچۍ کېنګز لوبډلې يو لوبغاړی شاه زيب حسن به د سې شنبې په ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو ضد ادارې ته وړاندې شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د درغليو د دغې رسوایۍ د پلټنې لپاره درې کسيزه ډله ټاکلې ده چې مشري يې اصغر حیدر کوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر به خپل کار پيل کړي.

محمد عرفان چې د پاکستان لپاره په ټېسټ لوبو، يوه ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې يې برخه اخيستی وروستی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د انګلستان پر وړاندې په يوه ورځنۍ لوبه کې راڅرګند شوی و.

روانه مياشت د پاکستان يو بل لوبغاړی نصير جمشيد هم کرېکټ کې د درغلیو په تړاو بريتانيا کې نيول شوی و.