BBC
 شاته

حزب اسلامي: کابل ته د حکمتیار راتګ 'ځنډېدلی' دی

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له نوملړ ایستلی دی

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړې پر لاسلیک نژدې شپږ میاشتې واوښتې، خو د دغې هوکړې ژمنې تراوسه نه دي پلې شوي.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي او فرهنګي کمیټې مشر قریب الرحمن سعید وایي، تر هغو چې دوی ته ورکړل شوې ژمنې په ځای نه شي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار سفر هم نه کیږي.

"د حکمتیار راتګ طالبان سولې ته هڅولی شي"

ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له نوملړ واېست

ښاغلي سعید بي بي سي ته وویل، د دوی د ګوند له خوا حکومت ته ورکړل شوې ژمنې ټولې پوره شوي، خو په خبره یې د حکومت هغه یوه ژمنه هم نه ده پر ځای شوې چې د سولې په هوکړه لیک کې یې دغې ډلې ته ورکړې وې:

"د موافقې یوه ماده داوه چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به د حزب اسلامي ټول سیاسي او پوځي بندیان تر دوو میاشتو پورې خلاصېږي، خو په دې برخه کې تراوسه هغه ډول اقدام نه دی شوی چې مونږ یې هیله درلوده، په هوکړه لیک کې ویل شوي چې راستنیدونکو شل زره کډوالو ته به ځمکې ورکول کیږي، خو تراوسه ورته ځمکه نه ده ځانګړې شوې، د حزب اسلامي د مشر حکمتیار د امنیتي ساتونکو موضوع هم ګونګه ده، هر څومره ژر چې پر دغو ژمنو عمل وشي، هماغومره ژر به حکمتیار راشي."

د ښاغلي سعید په خبره د اسلامي حزب شااوخوا دوه نیم زره سیاسي او پوځي غړي دا مهال له افغان حکومت سره بندیان دي چې دوی یې لست هم افغان حکومت ته سپارلی دی.

له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د پلي کولو دولتي استازی اکرم خپلواک بیا وایي، ټوله ستونزه د حزب د غړو ترمنځ ده او حکومت له دغه ګوند سره په خپلو ژمنو ولاړ دی.

د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک

ښاغلی خپلواک وایي، حزب اسلامي د خپلو یوشمیر ډلو په انحلال او ورته نورو مسائلو کې خپلمنځۍ ستونزې لري.

خو د حزب اسلامي د رسنیو او فرهنګي چارو د کمیټې مشر قریب رحمان سعید وایي، د حکومت دننه یوشمیر کړۍ د سولې د هوکړه لیک پلي کولو ته خنډونه پیدا کوي:

"له شک پرته ډېرې کړۍ شته د سولې د خبرو مخالفت کوي، نه یوازې د حکومت دننه بلکې د سولې د خبرو مخالفین سفارتونو ته ځي او خپل مخالفت څرګندوي، یوشمیر ان تر ملګرو ملتونو پورې خپل مخالفت رسوي او نه غواړي حزب اسلامي سره سوله بریالۍ شي."

د حزب اسلامي مسئولین وایي، غواړي د ښاغلي حکمتیار ساتونکي د هغه د ګوند غړي او خواخوږي اوسي، خو ظاهرا داسې بریښي چې حکومت نه غواړي د ګوند دغه خبره ومني، ځکه وړاندې یې ویلي چې د حزب اسلامي غړي باید بې وسلې شي.

د نوموړي د سولې شورا د مشرۍ پر مهال د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون وشو

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د سولې د عالي شورا مخکیني مشر پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون وشو

ګلبدین حکمتیار ډیر عمر د افغانستان له حکومتونو سره په وسله وال مخالفت تیر کړی او په اوسني حکومت کې خواخوږي او مخالفین دواړه لري.

د حکمتیار ګوندي ملګري وایي، د حزب اسلامي پخوانۍ سیالې ډلې چې اوس په حکومت کې دي، نه غواړي چې د دوی او حکومت ترمنځ د سولې هوکړه پلې شي.

عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده