BBC
 شاته

نيويارک ټايمز: د افغانستان نه ختمېدونکې جګړه

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption مطلب وايي ښاغلي نېکولسن ومنله چې حالت په ټپه ولاړ دى خو ټينگار يې يواځې دا و چې افغان حکومت برلاسى دى، خو د جگړې د ختمېدا، د جگړې د گټلو او يا د بري د ټکو له کارولو يې ډه ډه وکړه.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز د "افغانستان نه ختمېدونکې جگړه" تر سرليک لاندې مطلب خپور کړى او په دغه هېواد کې يې د روانې جگړې څرنگوالي ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي د افغانستان جگړه د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده هغه ده، او دا ځانگړتيا هم لري چې روانه ده خو هېره شوې.

ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ لوړې مراسمو او تېره مياشت د کانگرس دواړو جرگو ته د نوموړي وينا ته په اشاره وايي، نوموړي آن يوځل د افغانستان يادونه ونکړه.

د افغانستان علما: جګړه د اسلام او هېواد په زیان ده

اتمر: د ترهګرۍ ځپلو ته ګډې پوځي او ډیپلوماتیکې هڅې پکار دي

ورځپاڼه زياتوي، تېره اوونۍ کانگرس ته د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر "جوزف ووتل" په څرگندونو کې هم هغو کسانو لپاره چې د افغانستان حالات څاري نوي ډېر څه نه و.

ښاغلي ووتل د کانگرس غړو ته وويل په افغانستان کې ښايي نورو ځواکونو ته اړتيا وي.

نيويارک ټايمز په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان "جان نيکولسن" هغو څرگندونو ته گوته نيسي چې د کانگرس دفاعي چارو جرگه گۍ ته يې وکړې.

مطلب وايي ښاغلي نېکولسن ومنله چې حالت په ټپه ولاړ دى خو ټينگار يې يواځې دا و چې افغان حکومت برلاسى دى، خو د جگړې د ختمېدا، د جگړې د گټلو او يا د بري د ټکو له کارولو يې ډه ډه وکړه.

ورځپاڼه وايي په افغانستان کې سلگونه ميليارد ډالر لگول شوي خو اوس هم د پوځ ځايي قومندانان د خيالي سرتيرو په نامه امريکايۍ پيسې په خپلو جيبونوکې اچوي.

مطلب په پاى کې وايي د افغان پوځ پر جوړولو ٧٠ ميليارد ډالر پانگونه شوې خو د دوى ولکه يواځې د خاورې پر ٥٧ سلنې ده.

واشنگټن پوست:

د امريکا دوو وتلو سناتورانو جان مکېن او لينزي گرېهام واشنگټن پوست ورځپاڼې ته د " ولې افغانستان کې په ټپه ولاړ حالت ختمولو لپاره نورو ځواکونو ته اړتيا لرو." تر سرليک لاندې ليکنه کړې.

"افغان او پاکستاني مشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ هوکړه وکړه"

دغه جمهوريپال امريکايي سناتوران ليکي:

امريکا او ناټو افغانستان ته د سپتمبر١١ د پېښو عامليونو پسې ورغلل، او بله موخه يې دا ډاډ تر لاسه کول و چې افغانستان بيا هېڅکله د ترهگرو په ځاله بدل نه شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ليکنې د طالبانو وروستيو بريدونو او د سيگار هغې وينا ته هم اشاره کړې چې وايي افغان حکومت پر ٥٧ سلنې خاورې ولکه لري.

ښاغليو مکين او گرېهام د جان نېکولسن له لوري ځواکونو زياتېدا لپاره وروستۍ شوې غوښتنې ته اشاره کړې او ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ دې له افغانستان سره د داعش په وړاندې جگړې هومره جدي چلند وکړي، که نه په دغه ټپ ولاړ حالت کې د ستراتېژيکې ناکامۍ خطر شته.

ليکنې د طالبانو وروستيو بريدونو او د سيگار هغې وينا ته هم اشاره کړې چې وايي افغان حکومت پر ٥٧ سلنې خاورې ولکه لري.

دغو امريکا يي سناتورانو زياته کړې چې افغانستان کې د امريکا وروستۍ تگلاره د جگړې پر گټلو نه ده ولاړه، بلکې پر دې محدوده شوې چې جگړه ونه بايلي.

دوى په دې باور دي چې د امريکايي ځواکونو لاسونه گواکې د خپلو مشرانو له لوري تړل شوي.

جان مکېن او لينزي گرېهام په افغانستان کې د طالبانو پياوړي کېدو، د ځاى موندنې لپاره د داعش هڅو او پاکستان کې د ترهگرو پټنځيو ته په اشاره ليکي په افغانستان کې زموږ موخې اوس هم هماغه دي چې ٢٠٠١ م کال کې وې.