شاته

روباتونه عملي دندې پیل کوي

روباتونه تل د انسانانو په څېر نه تولیدیږي، خو د مصنوعي هوښ لرونکي دغه ماشینونه له روغتونونو نیولې د موټر د پارک کولو تر چارو پورې د انسانانو په ځای دندې ترسره کوي.

له ډیر پخوا راهیسې صنعتي روباتونو د موټرو او نورو ماشینونو د پرزو د ولډنګ کارۍ په څېر ستړي کوونکو او خطرناکو کارونو کې د انسانانو ځای نیولی دی.

یو ډول نور پرمختللي روباتونه بیا د دې وړتیا لري چې د ریل ګاډي د ماشین په څېر درانده بارونه ښکته او پورته کړي او یاهم درانده مالونه د چټکې لېږدونې لپاره بسته بندي کړي.

یو ډول نور روباتونه اوس ښايي په تنګو پارکینګونو کې چې ډیر چلوونکي چې خپل موټر او یا د بل چا ته د زیان رسولو له امله په کې د پارک کولو زړه نه ښه کوي، د موټر پارک کولو کار پیل کړي.

د یي فونګ آتو میشن تکنالوجي په نامه یو چینايي شرکت داسې یو روبات جوړ کړی چې کولي شي په خوندیتوب سره په دوه دقیقو کې موټر پارک کړي.

د چین د اتوماتیکې تکنالوژۍ د يي فونګ شرکت کارکوونکی مارکو وو، وایي "دغه روبات هرځای ته تللی شي، ارزانه دی او د ډیرو مقاصدو لپاره کارول کیدی شي او په راتلونکي کې په د موټرو درول بیخي اسانه کړي".

وو وايي، دغه روبات د پارکولو د زمان د راکمولو تر څنگ د پارکینگ ۴۰ فیصده ساحه سپما کوي چې دا کار په لویو ښارونو کې ډیر ارزښت ولري.

یو بل انسان ډوله روبات په دې وروستیو کې د بلجیم په یو روغتون کې مراجعینو ته د هرکلي ویوونکي په توګه دنده پیل کړه. دمخه هم دا ډول روباتونه د جاپان په یو ستر پلورنځي کې د ورته مقصد لپاره کارول شوي وو.

د بلجیم دغه یو اعشاریه دوه متر لوړ پپر روبات چې د زورا بوتس شرکت له خوا جوړ شوی په ۱۹ ژبو خبرې کولی شي او له ماشومانو سره د چلند په څرنګوالي پوهيږي.

د پپر نومي روبات وظیفه ناروغانو ته هرکلی ویل، ابتدايي معلوماتو ورته برابرول او اطاقونو ته لارښوونه کول دي. دا روبات په پوره چارج شوې بطرۍ تر شلو ساعتونو پورې کارکولی شي.

همدا شان کولی شي د غږ څرنګوالی او د مخ حرکتونه تحلیل کړي او جوړونکي یې وايي ددې لپاره یې جوړ کړي چې ناروغانو ته ښه احساس ورکړي.