شاته

د کندز خلکو افغان پوځي هیات ته څه وویل؟

د کندز د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه کیدو دپاره د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو ترڅنگ د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د قاطع ماموریت د ملاتړ عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن، نن شمالي ولایت کندز ته سفر وکړ.

د امنیتي مهمو کورنیو او بهرنیو چارواکو دا سفر پداسې وخت کې تر سره کیږي چې ددې ولایت د قلعه زال او د دشت ارچی په ولسوالیو کې جگړو خلک خورا اندېښمن کړي دي.

امنیتی چارواکي وایي دغه ولایت ته یی د سفر یوه موخه هم دا ده چې د خلکو امنیتی اندیښنو ته پاملرنه وشي.

پدې ترڅ کې د مدني حقونو د ادارې، دیني علماو او قومي مشرانو نظریات هم را غونډ شول. د خلکو عمده او تر ټولو لومړنۍ غوښتنه دا وه چې پدې ولایت کې یې امنیت تامین شي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن په کندز کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې به پراخ بدلون راشي او وسله وال مخالفان به له دغه ولایته وشړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند، تواب غورځنگ د امریکا غږ سره د یوې ځانگړی مرکې په ترڅ کې پدې اړه د پوره معلوماتو په ورکولو زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت پوځي چارواکو د دې هیواد د جمهور رئیس په استازیتوب ډاډ ورکړ چې هلته به د امنیت د تامین دپاره په ټول قوت کار وشي.

ښاغلی غورځنگ وویل، «وروسته لدې چې په ننگرهار کې د داعش په وړاندې د افغان ځواکونو پوځي تعرضي عملیات پای ته ورسیږي نو کوشش به وشي چې دا تعرضي عملیات په کندز کې د دښمن په وړاندې پیل شي.»

د کندز د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه کیدو دپاره د ملی امنیت سلاکار دغه ولایت ته سفر وکړ

د کندز د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه کیدو دپاره د ملی امنیت سلاکار دغه ولایت ته سفر وکړ

ښاغلي غورځنگ د افغانستان په بیلو گڼ شمیر ولایتونو کې د افغان پوځیانو بریاو ته په اشارې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په راز راز پوځي عملیاتو کې د افغانستان او ددې خاوری په دفاع بوخت دي. هغه وویل چې د افغانستان په بیلو ولایتونو کې د جگړی شدت او څرنگوالی فرق کوي خو پوځي تصفیوي عملیات د شفق تر نوم لاندی روان دي. د تعرضي عملیاتو دپاره په لومړۍ مرحلی کې د جنوب غربي ولایتونه و چې هلمند، قندهار او ارزگان پکې شامل و، له هغې وروسته په ننگرهار کې د داعش په وړاندی عملیات پیل شول او بله مرحله به یی د افغانستان په شمال شرقي ولایتونو کې وي څو دا ټولې سیمې د تندلارو او برید کونکو جنگیالیو څخه پاکې شي.

ښاغلي غورځنگ وویل چې ولایتونو ته به د امنیتي چارواکو سفرونه دوام وکړي څو خلکو سره ددې امنیتي تدابیرو په اړه د ډاډ تر څنگ معلومات هم شریک شي.

دا پداسې حال کې ده چې نن د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش امنیتي گواښونو ته په اشارې وویل چې له طالبانو پرته په افغانستان کې ١٢ بهرنۍ وسله والې ډلې فعالیت کوي چې پنځه اویا فیصده یې بهرنیان دي.

ترڅنگ یی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ویلي چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې اویا فیصده جنګیالي د پاکستاني طالبانو پخواني غړي دي. جنرال نیکولسن هم د کندز خلکو ته د ډاډ په څرگندولو ټینګار وکړ چې له افغان ځواکونو څخه به ملاتړ وکړي.

نن د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړو وویل افغان حکومت باید په تورخم کې د جوړې شوي دروازې په اړه خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. دوي وویل چې امریکا، برتانیه او چین په گډه کولای شي چې د دې موضوع په حل کې مرسته وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنگ پدې اړه هم غبرگون څرگند کړ او ویی ویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان پر دې پریکړې او اقدام کلکه نیوکه کړې ده.

د پاکستان سره د افغانستان اړیکې پداسې حال کې مخ په لا تنرینگلتیا دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د همدی اړیکو په اړه د خبرو دپاره اسلام آباد ته سفر کوي.