شاته

عراقي قواوې په لویدیځ موصل کې دداعش خلاف له ډرون نه کار اخلي

عراقي قواو دا نوې ستراتېژي او په تهاجمي برید کې ترینه کار اخیستنه په حقیقت کې وروسته له هغه نه پیل کړه چی داعش د جنوري په میاشت کې د ډرون یوه قطعه تاسیس کړله او په یوه برید کې ېې په یوه اونۍ کې دعراق ٣٩ عسکر څه ووژل او څه یی زخمي کړل.

عراقي ځواکونو نن یکشنبې هم د موصل په لویدیځې غاړې کې د داعش د وسله والو د ایستلو عملیاتو ته دوام ورکړ او په دې برخه کې ېې د ډرون با بې پېلوټه الوتکیو نه کار اخلي. د دداعش داعماق خبري اژانس د عراق د نیول شويو ډرون الوتکیو ویډیو خپره کړیده.

دا په اصل کې تجارتي ډرون دي چې په عراق کې د وسلو د انتقال لپاره کارول کېږي. دا د داعش خلاف د عراقي قواو نوې ستراتیژي ده. د ډرون په دی بریدونو کې دداعش دری مواضع ورانې شويدي او ١١ ترهگر وژل شوي دي.

له عراقي قواو سره امریکا هم نظامي مرستې کوي چې د داعش قوت مات کړي. نن سهار د دغه ښار په اسمان کې تور لوگی ښکاره کېده او د بمونو دچاودنو غږونه اوریدل کیدل.

د فبروري میاشتې د نولسمې نیټې نه راپدیخوا چې عراقي حکومت د موصل په لویدیځ کې عملیات پیل کړي، امریکایی او عراقی قوماندانان وایي چې داعش ډېر شدید مقاومت کوي.

لومړی بریدمن علی صاحب عبدالحسین وايي: د خدای په فضل سیمه اوس مصونه شوې ده او د هرې خوا نه زمونږ بشپړ کنترول لاندې ده. مونږ د ښي او کین اړخ له خوا نه د نورو ځواکونو سره گډ شوي یو.

عراقي ځواکونو د سږکال په پیل کې په اکتوبر د عملیاتو د پیل نه وروسته د موصل ختیځه برخه ونیوله. خو کله چې جگړه د ښار د المولمین په څیر گڼه گوڼې سیمو ته ورسیده د داعش د توغندیو د بریدونو له امله ډیر ملکي خلک تیښتې ته اړ شول.

د موصل یو اوسیدونکی وايي ښځې پر سړک روانې وې چې د هاوان مرمۍ ولگیده. مونږ منډه کړه چې زخمیانو سره مرسته وکړو چې د هاوان دویمه مرمۍ هم ولگیده."

د موصل ښار څه دپاسه دوه نیم کاله د داعش تر ولگې لاندې و. د دې ښار په موزیم کې لرغوني اثار لوټ شوي دي.

د پوځ د عاجلو پیښو د ادارې ویاند ډگروال عبدالامیر المحمداوي وايي: په لسگونهو لرغوني اثار چې آشوري، اکدي، بابل، سومري، د فارس او رومان امپراطوري او د مصر د نیل د مدنیت سره یې تعلق درلود، ټول تالا شوي. یوه لویه مجمسه چې د عراق نه دباندې نه شوای قاچاق کیدی هغه یې له منځه وړې ده."

د امریکا په مشرۍ عراقي ځواکونو په 2014 او 2015 کلونو کې د عراق له اکثره ښارونو څخه د داعش جنگیالي وایستل. اوس دغه ډله یوازې د موصل په لویدیځه برخه کې پاتې ده. عراقي ځواکونو د تیرې اونې په پای کې د موصل تالا شوی موزیم ونیو. هلته د داعش جنگیاليو د لرغوني اثارو د ویجاړولو په مهال ځانونه فلمبرداري کړي وو.