شاته

د افغانستان یوولس ولایتونه څارنوالانې نه لري

له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ مسولین وايي، چې یواځې په ۲۳ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې د ښځینه څارنوالانو له خوا څیړل کیږي.

د دغې ځانګړې څارنوالۍ رئيسې پروین رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، اوسمهال د افغانستان په ۲۳ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې فعالیت کوي او ۴۹ نورې ښځې د څارنوالیو د اداري کارکؤنکو په توګه په ټول افغانستان کې په دندو بوختې دي.

آغلې رحیمي څرګنده نه کړه، چې په کومو ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې نشته خو ویې ویل، د افغانستان لویه څارنوالۍ په پام کې لري چې د څارنوالۍ په اداره کې د ښځینه څارنوالانو د جذبولو لپاره ډیر ژر له ۲۴۴ نجونو څخه، چې د حقوقو او شرعیاتو له پوهنځیو څخه فارغې شوې وي، آزموینه واخلي.

هغې وویل "په دې برنامه کې به دا انجونې یو میاشت په نظري ډول او شپږ میاشتې به د څارنوالۍ د ادارې په بیلابیلو برخو کې عملي کارونه وکړي او د برنامې په پای کې به وړ افراد د ادارې د اړتیا پر بنسټ د یو شفاف سیستم له لارې جذب شي."

پروین رحیمي زیاته کړه، هغه شمیر انجونې چې په دې برنامه کې د لویې څارنوالۍ ادارې ته لار موندلی نشي، هغوی به د مجربو او تجربه لرونکو کدرونو په توګه د ښځو د حقونو د دفاع په بنسټونو کې جذبې شي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي څیړل شوې قضیې

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې دغې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۴۴۲ قضیې په ټول افغانستان کې څیړلې دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د تمیز څارنوالۍ رئیسې زرغونې مستغفر وویل، دغه شمیر قضیې د افغانستان په ۳۴ ولایتون کې څیړل شوې دي.

د آغلې مستغفر پر وینا، سږکال له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې قضیې په کابل او تر ټولو کمې په فاریاب ولایت کې څیړل شوې دي.

د زرغونې مستغفر د معلوماتو له مخې، ۱۳۷۴ قضیې په کابل، ۲۵۰ په هرات، ۱۲۵ په بلخ او ۱۱۶ په ننګرهار ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ له خوا څیړل شوې دي.

هغې وویل "د مرکز په کچه د څیړل شویو قضیو هغه شمیره چې وړاندې شوه، ۱۴۹ قضیې په محکمو کې وروستۍ شوي، ۱۵۷ قضیې لومړنۍ محکمې ته سپارل شوي، ۱۱۱ قضیې د غور لپاره استیناف محکمې ته او ۶۷ قضیې د وروستۍ پریکړې لپاره له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې تمیز څارنوالۍ ته سپارل شوي، چې دا مهال تر څیړنو لاندې دي."

له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې د افغانستان د ښځو چارو وزارت، پولیسو او مدني ټولنې له خوا دغې ځانګړې څارنوالۍ ته سپارل کیږي، خو د زرغونې مستغفر پر وینا اوسمهال اکثره قضیې د پیښو د قُربانیانو له خوا په څارنوالۍ کې ثبت کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د وروستي رپوټ له مخې، د ۱۳۹۵ کال له پیل راهیسې په دغه هیواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ قضیې ثبت شوې دي.

په دغو قضیو کې ۲۳۴ د وژنې، ۲۶۱ د جنسي تاوتریخوالي او ۲۲۰ د ځان سوزونې پیښې شاملې دي.