BBC
 شاته

پاکستان کې د فېلمي مېرمنو لومړنی نړیوال جشن

د انځور حقوق Alamy
Image caption دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې د بهرنیو هېوادونو د فېلمي مېرمنو اثار په جشن نندارې ته وړاندې کېږي.

پاکستان کې د فېلم نړیوال جشن جوړ شوی. په دغه جشن کې پر پاکستان سربېره د ۱۸ بهرنیو فېلم جوړوونکو ښځو فېلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

د جشن جوړوونکې او بنسټګره مدیحه رضا له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، په دې جشن کې د پاکستان د مختلفو ښارونو د لسو مېرمنو پنځونې نندارې ته وړاندې کېږي او پاتې فېلمونه هم د نورو هېوادونو دي.

د هغې په خبره، په دغه نړیوال فېلمي جشن کې به د نېپال، مالېزیا، نایجریا، هند، بنګله دېش، برتانیا او نورو هېوادونو فېلمي مېرمنې ولیدل شي.

* انجلینا جولي: کمبودیا ويښه کړم

* هغه مدهوبالا چې نیمايي ښکلا یې پټه پاتې شوه

په دې جشن کې پر جنسي اڼدول، د مېرمنو ضد تاوتریخوالي او ښکلو مېرمنو خبرې کېږي.

مدیحه رضا زیاتوي چې ډېرو فېلم جوړوونکو مېرمنو یواځې خپلې هڅې ور استولې او په خپله په دغه جشن کې ګډون نه لري.

نوموړې وايي، چې له مالي مرستې پرته یې دا جشن جوړ کړی دی او هیلمنه د چې په راتلونکو جشنونو کې به بهرنۍ فېلمي مېرمنې هم ګډون وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption مدیحه رضا وايي، د چا له مرستې پرته یې دا جشن جوړ کړی دی.

دا چې دا فېلمي جشن یې ولې تر مېرمنو محدود کړی، په ځواب کې مدیحه رضا وايي، چې په دغه برخه کې ځوانې مېرمنې ډېرې کمې دي، ځکه یې دا جشن یواځې دوی ته ځانګړی کړ.

هغه وايي، په دغه کار سره نارینه له دې ډګره اېستل نه غواړي، بلکې په راتلونکو کلونو کې دوی ته هم برخه ور کول غواړي.

مدیحه رضا په دې باور ده، چې که نړیوال او ځايي فېلمونه پخپلو کې سره پرتله شي نو د دې برخې د پرمختګ او ښه والي لپاره به د نړیوالو فېلم جوړونکو کار لا ډېر ښه شي.

* رشي کپور ځان پرېږده، د پلار له مینې هم پرده پورته کوي

* کرینه: هرې هنرمندې ښځې ته د سیف په څېر مېړه پکار دی

یوه فېلم جوړوونکې سیما فاروق وايي، په خپل فېلم کې داسې مېرمن نندارې ته وړاندې کوي، چې له واده مخکې پر ژوند کولو او ټولنیز چلند پوهېږي. خو له واده وروسته یو په بل پسې څلور بچیان راوړي، نو د خاوند چلند یې بدلېږي او په دې سره هغه ترې د مخه ښې هڅه کوي.

د کشمیر اوسېدونکې او فېلم جوړوونکې سازمه جبین وايي، فېلم یې د ښځو د نظر د ځپلو په هکله دی.

د هغې په خبره، په دې فېلم کې پر دې خبرې شوې، چې ولې ښځه په کور او ټولنه کې له تاوتریخوالي سره مخ ده، ولې نه غږول کېږي، ولې په ټولنه کې غږ نه پورته کوي .

د انځور حقوق WIFF
Image caption په دې جشن کې د مېرمنو اړوند مسلې نندارې ته وړاندې کېږي.