افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ
* کريکټ: پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه
* شل اوريزو لوبو کې د افغانستان نړيوال ريکارډ
له ایرلند سره ۲۳۳ منډې د نړیوالو شل اوریزو لوبو په ریکارډ کې اتم نمبر تر ټولو ډېرې دي تر دې وړاندې بیا هم له ایرلنډ سره افغانستان ۲۲۵ منډې کړې وې چې زموږ تر ټولو ډېرې منډې وې.
نړیوال ریکارډ د استرالیا دی چې له سرېلنکا سره یې ۲۶۳ منډې په شلو اوورونو کې تېر کال وکړې.
نبي او شهزاد کم سارې لوبه وکړه.
که افغانستان دا دریمه لوبه هم وګټي نو د دې لړۍ ټولې سیالۍ به یې خپلې کړې وي.
په دې سره افغانستان نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ او لومړنی هېواد دی چې پرلپسې لس شل اوره لوبې ګټي.د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د کرېکټ درو شل اوريزو سياليو دويمه لوبه افغانستان په ۱۷ منډو وګټله او د دغو لوبو د لړۍ اتلولي يې خپله کړه.
افغان لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۱۸۴ منډو په جوړولو سره ايرلنډ ته د ۱۸۵ منډو هدف ټاکلی و.
له افغان توپ وهونکو نجيب تره کی ښه وځلېد نوموړي په ۵۸ توپونو ۹۰ منډې وکړې. پر ده سربېره محمد نبي ۳۴، کريم جنت ۲۰ او سميع الله شينواري ۱۷ منډې جوړې کړې.
بله خوا د ايرلنډ توپ اچوونکي بري مکرتي څلور افغان لوبغاړي وسوځول او سټورټ تامسن او جېکب موډلر يوه يوه وېکټه واخيسته.
په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان تر ټولو ښه لوبه وکړه، نوموړي د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول. پر ده سربېره کريم جنت درې او شاپور ځدراڼ يوه وېکټه واخيسته.
د شل اوريزو لوبو په تاريخ کې افغان لوبډلې د پرله پسې لسو لوبو په گټلو ريکارډ ټينگ کړى دى. تر دې وړاندې انگلستان د اتو پرله پسې لوبو په گټلو دغه ريکارډ لاره.