BBC
 شاته

موصل ته څېرمه زندان کې 'ډله ییز قبر' موندل شوی

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption عراقي ځواکونو د موصل بېرته نیولو عملیاتو کې بادوش زندان هم ونیو

عراقي ځواکونه وايي، موصل ښار ته څېرمه د 'بادوش' په نوم زندان کې یې د نژدې ۵۰۰ وژل شویو کسانو یو ډله ییز قبر موندلی دی، چې ښايي د 'داعش' ډلې له خوا وژل شوي بندیان وي.

د عراق شیعه 'حشد الشعبي' یا ولسي پاڅون ځواکونو ویلي، وژل شوي ''ولسي وګړي'' دي چې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې له خوا وژل شوي.

ځینې داسې ګومان کوي چې دغې ډلې په ۲۰۱۴ کال د موصل تر نیولو وروسته، نژدې ۶۰۰ بندیان وژليو چې ډېری یې شیعه ګان دي.

د موصل عملیات: عراق کې 'ډله ییز قبر' موندل شوی

د سوریې تدمر ښار کې یو 'ډله ییز قبر' کشف شوی

عراقي ځواکونو د روانې اونۍ پیل کې د بادوش زندان واک ترلاسه کړ.

د ''حشد الشعبي'' ځواکونه وايي، په ''یوه لوی ډله ییز قبر'' کې د نژدې ۵۰۰ ولسي بندي شویو کسانو د مړو پاتې شوني موندل شوي، چې په وینا یې ''داعش د موصل ښار تر نیول کېدو وروسته اعدام کړي دي''.

تر اوسه ددغې ادعا پخلی کومې خپلواکې سرچینې نه دی کړی، خو د بشري حقونو د څار ډلو د ۲۰۱۴ رپوټ ښيي، ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سلګونه بندیان وژلي دي.

ځینو ژغورل شویو کسانو د بشري حقونو سازمان ته ویلي، کله چې د ۲۰۱۴ کال جولای کې دغې ډلې بادوش زندان ونیو، ۱۵۰۰ کسان یې ونیول او په لاریو کې یې یوې لیرې صحرا ته نژدې دوه کیلومتره لیرې بوتلل.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption بادوش کلی د موصل شمال لوېدیځ کې شاوخوا ۱۵ کیلومتره لیرې پروت دی

د راپور پربنسټ، ''اسلامي دولت'' ډلې شیعه بندیان له سني او مسیحي هغو جلا کړل، بیا یې یوې درې ته بوتلل او هلته یې زنګون وهلو ته اړایستل.

وروسته یې شیعه بندیان په سرونو او شاوو وویشتل.

ځینو ژغورل شویو ویلي، دوی ځانونه مړه واچول او یا دا چې د مړو جسدونو دوی ته د مرمیو رسېدو مخه ونیوه او ژوندي پاتې شول.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د عراق دولتي ځواکونو د موصل پر لور خپل پرمختګ کې یو بل ځای موندلی و چې ګومان کېده "ډله ییز قبر" دی.

دا سیمه د موصل په سوېل کې د تل الذهب کلي ته څېرمه ده چې وړاندې د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې تر ولکې لاندې وه.

د اروپا په زړه کې۷۰۰۰ کلن ډله ییز قبر