هالنډ د لاریون پرمهال ترکۍ وزیره جرمني ته وایستله
د هالنډ بلواضد پولیسو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملاتړو لاریون ګډوډ کړی او هالنډي چارواکو د ترکیې یوه وزیره پلازمېنه روټرډام کې د ترکیې کونسلګرۍ ته له تګه راګرځولې ده.
رپوټونه وايي، هالنډي پولیسو د ترکیې د کورنۍ وزیره فاطمه بتول کایا د جرمني پولې ته ایستلې ده. نوموړې له جرمني هالنډ ته تللې وه.
په پام کې وه چې دغه وزیره د ترکي دولت د راتلونکې میاشتې ټولپوښتنې د ملاتړ موخه روټرډام کې وینا وکړي.
د ترکي ولسمشر ملاتړي د شنبې په ورځ (مارچ ۱۱مه/ کب ۲۱مه) وروسته تر هغه واټونو ته راووتل چې هالنډ د ترکیې کونسلګرۍ ته د ترکۍ وزیرې د ورتګ مخه ونیوه.
اردوګان د هالنډ دولت د نازیانو پاتې شوني وبلل
د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ
د فاطمې له مخنیوي وروسته د ښاغلي اردوغان ځینې ملاتړي روټرډام کې د ترکیې د کونسلګرۍ مخې ته ورغلل، خو بلوا ضد پولیسو تیت او پرک کړل.
د لاریونیانو د تیت پرک کولو لپاره پولیس پر اسونو سپاره د لاریونیانو منځ ته ننوتل او اوبشیندي ماشینونه یې راوړل چې لاریونیان د کونسلګرۍ له شاوخوا لیرې کړي.
رپوټونه وايي، د بلواضد پولیسو په مداخلې سره لاریونیانو هم پر پولیسو له اوبو ډک بوتل وویشتل.
د ترکیې د کورنۍ او هوساینې چارو وزیره د شنبې په ورځ له جرمني ته د هالنډ روټرډام ته تللې وه، خو خپلې کونسلګرۍ ته پرې نه ښودله شوه.
پر خواله رسنیو کونسلګرۍ ته د هغې د تګ د مخنیوي د غندلو ډېرې تبصرې کارته پورته شوې دي.
د انقرې او روټرډام ترمنځ ډيپلوماتیکه ترینګلتیا وړاندې هم ډېره شوې وه.
وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روټرډام کې له لاریون وړاندې د هالنډ دولت د "نازیانو پاتې شونی او توکمپال" بللی دی.
د هالنډ لومړي وزیر د ښاغلي اردوغان دا دریځ له "لېونتوبه ډکې خبرې" بللې.
په جرمني، هالنډ او اتریش کې څه باندې پنځه میلیونه ترکي وګړي اوسېږي. له دغو کډوالو نژدې یو نیم میلیون یې د ترکیې راتلونکې میاشتې ټولپوښتنې کې د ګډون حق لري.
له همدې کبله د ترکیې حکومت د خپلو وګړو د نظر او رایې جلبولو لپاره په دې درو هېوادونو کې ځانګړی پروګرام پیل کړی.