شاته

دوه افغان لوبغاړي د ویسټ انديزو کورنیو سیالیو ته وپېرودل شول

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل او راشد خان د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو ( سي پي ال) کې د لوبېدو لپاره وپېرودل شول.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل او راشد خان د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو ( سي پي ال) کې د لوبېدو لپاره وپېرودل شول.

دوی لومړني افغانان دي چې په دغو سیالیو کې پېرودل کیږي. د سي پي ال د ویپاڼې د معلوماتو په اساس محمد نبي په ۹۰ زره او راشد خان په ۶۰ زره ډالرو وپېرودل شول. پېټریاټز لوبډلې محمد نبي او امازون واریرز راشد خان وپېرودل.

د لوبغاړو بولي د جمعې په ورځ د ویسټ انډیز په باربوداز کې وشوه.

دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دویم ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي په دومره لوړ قیمت په بهرنیو کلپونو کې د لوبېدو لپاره پېرودل کیږي.

تر دې مخکې د هند سن رایزر حیدر اباد لوبډلې راشد خان په ۴۰۰ لکه او نبي په ۳۰ لکو هندۍ روپیو وپېرودل چې د آی پي ال په مشهور سیالیو کې ولوبیږي.

د ویسټ اندیز په کورنیو سیالیو کې د څه باندې ۲۵۰ نړیوالو او کورنیو لوبغاړو نومونه ثبت شوي چې له دې ډلې به یې شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړي اخیستل کیږي.

پر نبي او راشد سربېره د افغانستان د نوروز منګل، نجیب ځدراڼ او اصغر ستانکزي نومونه هم د دغو سیالیو لپاره ورکړل شوي وو، خو هغوی وانخیستل شول.

د کارابین سیالۍ د همدغه کال د جون او اګسټ په میاشتو کې کیږي چې شپږ لوبډلې په کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.