شاته

افغانستان ایرلنډ مات کړ او بل نړیوال ریکارډ یې هم جوړ کړ

افغانستان په دویمې شل اوریزې لوبې کې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو په نړیواله کچه نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

افغانستان لومړنی هېواد شو چې د ۲۰ اورونو په سیالیو کې په مسلسل ډول لس لوبې ګټې. په دغو لسو بریاو کې څلور وارې ایرلنډ ته ماتې ورکړې ده.

تر دې مخکې انګلنډ و چې اته مسلسلې شل اوریزې سیالۍ یې ګټلې وې.

افغانستا په دویمه لوبه کې پچه وګټله او ایرلنډ ته یې د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ. وروسته باران وشو او ایرلنډ ته منډې او اوروونه دواړه کم شول. په ۱۱ اورونو کې ۱۱۱ منډې ورته په کار کې وې، خو پوره یې نشوه کړې.

راشد په څلورو اورونو کې د ایرلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول او درې منډې یې ورکړې. د لوبې غوره لوبغاړي راشد خان او نجیب ترکي شول. د ډېرو څلوریزو او شپږیزو جایزې هم نجیب ته ورکړل شوې.

کپټان اصغر ستانکزي نننۍ بریا د کابل د وروستي برید د قربانیانو په نوم کړه او دوعا یې وکړه چې افغانان دې په آینده کې له دا ډول غمونو په امان وي.

په افغان توپ وهونکو کې نجیب ترکي ۹۰ منډې وکړې او نبي په ۱۵ توپونو ۳۴ تېزې منډې وکړې. د دغې لوبې په بري سره افغانستان له ایرلنډ سره د ۲۰ اورونو د دریو لوبو سیریز هم وګاټه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ وروستۍ درېیمه شل اوریزه لوبه د یکشنبې په ورځ ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.