شاته

رسولي: سږکال د افغان مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی لوړ وو

د افغانستان لوی څارنوالۍ وايي چې د تېرکال په نسبت سږکال افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د جرمونو ګراف لوړ شوی.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل، روان لمریزکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ د تاوتریخوالي له ۱۵۰۰ زیاتو قضیو ته رسیده‎ګي کړې ده:

"هغه ارقام چې زموږ لاس ته راغلي که څه هم موږ اوس په ۱۳۹۵ کال کې یو، د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف لوړ شوی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي، د ښځو پر وړاندې روان کال د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې اته فیصده زیاتوالی راغلی.