BBC
 شاته

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کنسولي خدمتونه خصوصي برخې ته سپارلي

د انځور حقوق .
Image caption (روان خدمت) ته د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي برخې خدمتونه سپارل شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو لیرې کولو او ښاریانو ته د اسانتیا راتلو لپاره د کنسولي برخې خدمتونه خصوصي برخې ته سپارلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کونسل برخې اسنادو را ټولول او په دغه وزارت کې د یو شمېر پړاوونو ترسره کولو وروسته ښاریانو ته ورګرځول یې خصوصي برخې ته سپارلي دي.

امنیتي اندېښنې او د اسانتیاوو رامنځته کول د دغې چارې لامل یاد شوي، خو د دغې ادارې مراجعین وايي، دا د دوی پر اوږدو یو اضافي مالي کار دی او د بهرنیو چارو وزارت دروازې یې په مخ تړل شوې دي.

د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسل د هغې برخې مراجعین چې اوس په یوه غیر دولتي ادارې ته سپارل شوې سلګونه کسان دي.

دغه اداره کې د تذکرې، نکاح خط او وثیقې اسناد ټولیږي د لېږد او تایید لپاره بهرنیو چارو وزارت ته وړل کېږي او له دې ځایه بېرته ترلاسه کولی شي.

دلته را ټول شویو ډیری کسانو اوږدې نا امنه لارې وهلې او د خپلو سندونو بېرته ترلاسه کولو ته انتظار کوي.

د انځور حقوق .
Image caption د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي برخې ځینې مراجعین، چې هره ورځ سلګونه کسان سپارل شوې نادولتي ادارې ته مراجعه کوي

د دوی په منځ کې مطیع الله د خپلو سندونو د قانوني پړاو ترسره کولو اسانتیا لپاره د "روان خدمت" مرکز ته له پکتیا راغلی.

د چوپړونو روان مرکز مشر هارون همیم وايي، هر ورځ شاوخوا اووه سوه سندونه د قانوني بهیر ته لویږي په داسې حال کې چې د مراجعینو شمېر زرو ته رسیږي.

د ښاغلي همیم په وینا، د ډېرو استازولیو په جوړولو سره دغه مرکز ته به د خلکو لاسرسی اسانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت د کونسل ریاست د خلکو د اسنادو تائید څخه ټاکلی فیس اخلي. اوس د "روان خدمت" شرکت د دغو سندونو د راټولولو، د قانوني بهیر تر سره کولو او بیرته اړونده کسانو ته د سپارلو بېله خرڅه اخلي.

هغه پیسې چې خلک په کار کې د اسانتیاوو په تمه لګوي په دوی کې حاجي صاحب خان وايي، تر اوسه یې کومې اسانتیا سره نه دی مخ شوی.

د انځور حقوق .
Image caption د روان خدمت مراجعین د خدمتونو د لګښت له ډېرېدو شکایت کوي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه چارې د نورو لاملونو ترڅنګ د امنیتي مسلو له کبله دغه خصوصي شرکت ته سپارلې دي.

خو په دولتي ادارو کې د سندونو قانوني بهیر ترسره کولو چارو څخه ډېر افغانان سر ټکوي.

له بډو اخیستو نیولې تر ځورونې او ربړونې، خو اوس خلک لا وايي، د خپلو سندونو د قانوني پړاو ترسره کولو لپاره د خصوصي مرکز ته ورتګ یو بل سرخوږی دی.

د انځور حقوق .
Image caption په دولتي ادارو کې د سندونو قانوني بهیر ترسره کولو چارو څخه ډېر افغانان سر ټکوي.