'طالبانو بدخشان کي یوه ښځه سنګساره کړې ده'
د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو په یوه صحرایي محکمه کې یوه ښځه د زنا په تور سنګسار کړې ده.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وایي، تورنه ښځه او سړی ددې ولسوالۍ مرکز کې د "چاه کران" سیمې ته یوړل او په عام محضر کې یې سزا ورکړه.
د هغه په وینا، د طالبانو د محکمې حکم دا و چې تورنه ښځه سنګساره شي او سړی په دُرو محکوم شو او دا سزا په عام محضر کې ورکړل شو.
تورن سړی او ښځه د وردوج یوه کلي اوسېدونکي و، خو دوه ورځې وړاندې ددې ولسوالۍ مرکز ته ولېږدول شو او په صحرایي محکمه کې مجازات شول.
طالبانو لا ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د وردوج ولسوالي د څه دپاسه یوه نیم کال راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده.
په دې ولسوالۍ کې ډېر ځله د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سختې جګړې شوې دي.
طالبانو نژدې یوه میاشت وړاندې هم یوه ۳۴ کلنه او یوه پېغله نجلۍ په دوو ولسوالیو یُمګان او یفتل بالا کې ووژل.
دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې څلور ښځې په وردوج او یوه بله د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې په عام محضر کې وژلي دي.
+ "طالبانو بدخشان کې يوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي"