BBC
 شاته

جعلي جسټن بېبر څه دپاسه ۹۰۰ جنسي ځورولو تورونو سره مخامخ دی

جاستین بیبر د انځور حقوق AP
Image caption کاناډایی سندرغاړی جسټن بېبر په یوه کنسرټ کې

یو سړی چې استرالیا کې یې د انټرنټ له لارې ادعا کړې وه د کاناډا مشهور سندرغاړی جسټن بېبر دی د ماشومانو اړوند په ۹۰۰ جنسي ځورونو تورن شوی دی.

استرالیا کې د کوینزلېنډ پولیسو ویلي، دغه ۴۲ کلن سړي له ماشومانو د عکسونو ترلاسه کولو لپاره داسې ښوده چې جسټن بېبر دی.

پر هغه د تورونو په ډله کې په ټوله نړۍ کې درې جنسي تېري او ۱۵۷ نور جنسي ځورونې دي.

څارنوال جان روس چې دا قضیه ارزوي دا تورونه "وحشتناک" بولي او د جسټن بېبر ځوانو پلویانو ته یې خبرداری ورکړی او د هغوی له کورنیو یې غوښتي چې هوښیار واوسي.

د کوینزلېنډ پولیسو تایید کړې چې ددې قضیې په څېړنو کې بین المللي چارواکي هم ښکېل دی.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د جرمني پولیس او د امریکا د کورني امنیت وزارت له هغو بنسټونو دي چې ددې قضیې په تړاو څېړنه کوي.

پولیسو ویلي، ددې سړي د فریب ۵۰ قربانیان په امریکا، نژدې ۲۰ په بریتانیا او شپږ نور په استرالیا کې رپوټ شوي دي.

دغه سړي وړاندې تر دې د ماشومانو په تړاو له تورونو سره مخ و او دا ۹۳۱ مورده تورونه په روانه اونۍ کې د هغه پر کمپیوټر د پولیسو تر څېړنو وروسته د هغه پر تورونو ورزیات شوي دي.

پولیسو ویلي، هغه له ماشومانو او نویو ځلمیانو سره د اړیکې ټینګولو لپاره "له بېلابېلو انټرنټي شبکو" لکه فیسبوک او سکایپ نه ګټه پورته کوله.

تر ټولو وروستۍ ادعا ۲۰۰۷ کال ته ورګرځي چې درې مورده جنسي تېري او پنځه تر ۱۲ کلو کم عمره ماشوم سره "سپک چلند" دی.

دا سړی د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د استرالیا په برېزبن کې محاکمه کېږي.

+ شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل

+ سکس، شرم او باج اخیستنه د انلاین په نړۍ کې