BBC
 شاته

روان کال له افغان ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شوی

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د افغانستان د بشري حقونو خپواک کميسیون کلنی رپوټ ښيي چې په روان لمریز کال له ښځو سره د تاوتریخوالي نژدې ۵۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال ۵۱۰۰ ښودل شوې وه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي، په روان لمريز کال کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه کابو نهه سلنه زیاته شوې ده.

د دغه کميسیون لخوا په تازه خپاره شوي ۲۸ مخيز رپوټ کې راغلي، چې د فزيکي تاوتريخوالي پېښو ترڅنګ په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۲۳۰ ډېرې ښځې وژل شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپواک کميسیون کلنی رپوټ ښيي چې په روان لمریز کال له ښځو سره د تاوتریخوالي نژدې ۵۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال ۵۱۰۰ ښودل شوې وه.

افغانستان کې هرکال له ښځو سره تاوتریخوالی ډېرېږي

سږکال له افغان ښځو سره تاوتریخوالی ''ډېر شوی''

د دې کميسیون په وینا، د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې وهل ټکول، رواني او جنسي ځورونې، له اقتصادي بسیاینې د ښځو محرومول او یو شمېر ناوړه دودونه چې ښځې ترې ځوريږي، شامل دي.

خو په دغه رپوټ کې د ښځو د وژلو برخه بوږنوونکې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون د کمېشنرې ثریا صبحرنګ په وینا، په روان کال کې ۲۳۴ ښځې د پت او ناموس په نوم وژل شوې دي.

دا کمیسیون وايي، دغه وژنې زیاتره په شمال، سوېل او سویل لویدیز زونونو کې ترسره شوي.

د بشري حقونو د دغه کميسیون د رپوټ پربنسټ، د ښځو د وژلو ډېری عاملان په تېښته دي او لږ شمېر يې نیول شوي دي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکې ګل اندامه هغه ښځه ده چې وايي، لور يې له واده یوازې نهه میاشتې وروسته د خپل مېړه په کور کې ووژل شوه، خو تر اوسه يې هېڅوک هم د وژلو په تړاو نه دي نیول شوي.

د بشري حقونو خپواک کميسیون وايي، دې لويې ستونزې ته په کتو، ښايي دغه شمېرې ريښتیا نه وي او کېدای شي د امنيت د نشتوالي او د دود او رواج له کبله ورته پېښې پټې پاتې شوې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ورځې وړاندې د ۲۳ کلنې زرینې مېړه د هغې دواړه غوږونه ورپرې کړل.

بامیان کې یوه مین هلک نجلۍ وژلې او ځان یې پولیسو ته سپارلی

مزارشریف کې مېرمنې ځان او دوه ماشومان له بامه 'غورځولي'

د دې ادارې د مسؤولانو په وینا، که څه هم له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د شمېر ډېرېدا قانون ته د ډېرو ښځو مخه کول ښيي، خو د قانون د حاکميت کمزورتیا هم په ډاګه کوي چې د بخښنې کلتور په دودېدو سره د تاوتريخوالي پېښو د ترسره کولو لامل کېږي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په دغه رپوټ کې د ښځو د وژلو برخه بوږنوونکې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون د کمېشنرې ثریا صبحرنګ په وینا، په روان کال کې ۲۳۴ ښځې د پت او ناموس په نوم وژل شوې دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون په دغه کلني رپوټ کې راغلي، نالوستي، پر نشه ‌يي توکو روږدېدل، ناامني، د جرم کوونکي د بخښنې فرهنګ دودېدل، اداري فساد، پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو بې باوري او په افغان ټولنه کې شته یو شمېر ناوړه دودونه په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي لا اصلي لاملونو دي.