د عکسونو البوم: د ښځو نړیواله ورځ
-
Getty Images
د لبنان پلازمېنه بیروت کې د (السرای الکبیر) په نامه د حکومت ودانۍ د ښځو په نړیواله ورځ ګلابي رنګه شوې وه
-
Getty Images
د روسیې پلازمېنه مسکو کې د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځلو په موخه د ګلانو پر پېر او پلور نوبت نه کېده.
-
Getty Images
د پاکستان کراچۍ ښار کې د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځلو په مناسبت یوه مېرمن ښځو ته په ځانګړې شوې ګلابي رنګه ټکسي کې ناسته ده.
-
Getty Images
هندۍ مېرمنو د ځان دفاع فزیکي تمرینونونو پرمهال، دا مراسم د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت نوي ډیلي کې ترسره شول. د ډیلي پولیسو وویل، ۲۰۰ ښځې یې له ځانه د دفاع کولو لپاره روزلې دي.
-
Getty Images
د کینیا مېرمنې پخپلو دودیزو جامو کې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي هرکلي ته سندرې وايي، نایروبي کې د کینیا لومړۍ مېرمنې د ښځې د نړیوالې ورځې پرمهال د ښځو مراسمو کې ګډون وکړ
-
Getty Images
یوې چینایۍ مېرمنې په ختیځ جیانګسو کې د ښځې په نړیواله ورځ پر ټوکر د ښځې انځور اوبدلی.
-
Getty Images
ترکۍ مېرمنې د ښځې نړیواله ورځ دیار بکر ښار کې د بري نښې په ښودلو سره لاریون کې واټونو ته راوتلې دي