شاته

افغان ځواکونو د کندهار د نیش پر ولسوالۍ د طالبانو برید په شاتمبولی

د کندهار په نيش ولسوالی کې له تيرو دوو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جگړه لاهم دوام لري.

دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د نيش ولسوالی د نیولو لپاره د ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي وو چې د کندهار ولایت د امنیتي چارواکو پر وينا افغان ځواکونو يې مخه نيولې ده.

نيش د کندهار په شمال کې له ارزگان او زابل ولايتونو سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده چې د افغان حکومت وسله وال مخالفين له تيرو دریو کالو راهيسې پکې پراخ حضور لري.

د کندهار د پوليسو وياند لومړي څارن ضيا دراني امريکا غږ اشنا راديو ته وويل چې له تيرې شپې راهيسې د ولسوالۍ مرکز ته تازه دمه افغان ځواکونه رسيدلي دي.

ده زياته کړه چې د ولسوالۍ د سقوط خطر لمنځه تللی او د افغان ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې وسله وال مخالف ځپل شوي دي.

د لومړي څارن دراني په وينا په جگړه کې دواړو لورو ته د سر زيان رسيدلی خو هغه د تلفاتو په اړه جزئیات امریکا غږ سره شریک نه کړل.

بلې خواته د نيش ولسوالۍ يوه سيمه ييز مقام د نوم نه ښودلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې له تيرې ورځې راهيسې په پيل شوې جگړه کې اتهافغان پوليس او اوولس وسله وال طالبان وژل شوي.

دغه راز ۱۳ افغان پوليس او ۲۴ وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په ليږلي تليفوني پيغام کې د نيش ولسوالۍ پر مرکز د سختې جگړې ادعا کړې خو نورجزئيات يې ندي څرګند کړي

د کندهار په شمال کې د نيش په گډون خاکريز، شاه وليکوټ، غورک او ميوند تر ټولو نا امنه ولسوالي بلل کيږي چې له تير يوه کال راهيسې پکې افغان څ‎ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي