شاته

پاکستان سبا د تورخم او چمن دروازې پرانیزي

د پاکستان حکومت وايي پرېکړه یې کړې چې د سه شنبې او چهارشنبې ( مارچ ۷-۸) په ورځو کې د تورخم او چمن دروازې پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي په دروازو به یوازې هغه کسان تګ راتګ کولی شي چې د افغانستان او پاکستان ویزې ولري.

اعلامیه وايي دصدراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په دې اړه اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره هم په تیلیفون خبرې کړي دي.

اعلامیه وايي دواړو خواوو په تیلیفون باندې د دروازو په اوږدو کې پر موجوده اندېښنو هم خبرې وکړې.

پاکستان له شاوخوا دریو اونیو راهېسې د تورخم او چمن دروازې تړلې دي او علت یې ظاهرآ پاکستان ته د مشکوکو کسانو د ورتګ مخنیوی بلل کیږي. خو افغان حکومت د پاکستان دا کار غندلی او ویلي چې دا ستونزه نشي حل کولی.

په دغه لړ کې زرګونه کسان د دروازو په دواړو خواو کې ایسار پاتې دي. پاکستان داسې مهال د دروازو د پرانیستلو خبره کوي چې یکشنبې په ورځ افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وویل که پاکستان دروازې خلاصې نکړې، له کابل نه به وغواړي چې د افغانانو د انتقال لپاره الوتکې واستوي.