BBC
 شاته

ناروغو میندوارو ښځو ته د درملنې په اړه معلومات ورکول څومره مهم دي؟

ناروغه ښځه د انځور حقوق Thinkstock

برتانوي خیریه موسسې وايي، دوه پر دریمه برخه د سختې ناروغۍ درلودونکو میندوارو ښځو ته د هغوی د درملنې یا داروګانو په اړه کافي مالومات نه ورکول کېږي.

د ۴۰۰ ښځو یوې سروې یا څېړنې موندلې هغه ښځې چې د میندوارۍ په وخت کې کانګې کوي، نیمې برخې یې ویلي چې روغتیايي پالنې ته لاسرسی ورته ګران و.

د میدریس په نامه طبي مجله وايي د میندوارۍ د وخت د کانګې ناروغي دومره بده وه چې هرکال۱،۰۰۰ تنو ښځو غوښتل چې میندوارۍ ختمه او خپل اولاد ضایع کړي.

خو ځینو روغتونو ویلي چې د دې ناروغۍ ښه درملنه شونې ده. د برتانیا د ملکې د لمسي مېرمنې کېټ (کېمبرېج ډاچټ) هم داسې ناروغي درلوده.

استرالیایۍ ''لسو ورځو کې دوه ځلې میندواره شوې''

۱۲٪ افغان نجونې ۱۵ او ۱۹ کلنۍ کې میندواره کېږي

یوه پخوانۍ ناروغه جېس لووي وايي د ښې روغتیايي پالنې ترلاسه کولو له امله يې د میندوارۍ له ختمولو ډډه وکړه.

هغه وايي چې د لومړنۍ میندوارۍ په وخت کې یې کانګې درلودلې چې'' ډیره سختې وه. د میکروبي ناروغۍ په پرتله هم سخته وه''، خو وايي دویمه میندواري یې'' ډېره وحشتناکه'' وه.

هغه وايي '' داسې مې احساس کاوه لکه چې مړه کېږم. ناروغي مې د میندوارۍ په ترڅ کې له وخت نه مخکې پیل شوه، او د زغملو وړ نه وه. ''

مېرمن لووي زیاتوي:'' پرلپسې مې زړه بدیده او کانګې مې کولې. هیڅ شی مې له ستوني تېرولای نه شو، ان اوبه او کنګل هم.''

د انځور حقوق Other
Image caption جیس لووي د میندوارۍ په دواړو ځلو کې ډېرې ستونزې درلودې.

جیس لووي د خپلو دواړو ماشومانو په وخت کې د میندواري ډیره سخته ناروغي درلوده.

خوراک يې نشو کولای او ډېر وزن یې بایللی و.

داسې حالت ته ورسېده چې ان له بستره پورته کېدی نشوای.

د برتانیا د سوینډن د ښار په یو روغتون کې د درملنې له ترلاسه کولو وروسته یې وضعه ډېره بدله شوه.

د مور په ګېډه کې د ماشوم لومړنۍ معاینې ډاډمنې وې او د بدن د اوبو د پوره کولو لپاره ورته د رګونو له لارې مایعات ورکړل شول. ورپسې ورته د کانګې ضد داروګان هم ورکړل شول.

جیس لووي وايي:''په پایله کې ما وکړای شول د خپلې لور پالنه وکړم چې هغه وخت درې کلنه وه، خو سره له دغه هم آسانه کار نه و.

'' زه پرېشانه او یواځې وم او د خپلې غټېدونکې خېټې سره مې دلچسپي نه درلوده، خو راباندې تېره شوه.''

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د میندوارۍ پر مهال ډېرې کانګې د دې لامل کېږي چې یو شمېر ښځې له کاره اوږدې رخصتۍ واخلي.

د میندوارۍ د ناروغۍ د ملاتړ خیریه موسسه، چې د پلېموت پوهنتون سره یې په ګډه دا څېړنه کړې وايي، د میندوارۍ د ناروغۍ د درملنې لپاره د ځینو داروګانو د خطرونو په اړه ښځو ته سمه لارښوونه نه وه شوې، ځینې دا داروګان اصلاً بې خطره ول.

دا خیریه موسسه وايي چې په روغتونو کې باید د ښځو د دغې ناروغۍ په اړه نورې څانګې جوړې شي. هرکال نژدې ۱۰،۰۰۰ ښځې پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

-پر سګريټ څکولو بنديز د مړو زېږېدونکو ماشومانو شمېر کم کړی-

'د میندوارې ښځې خوراک ماشوم د زړه له ناروغۍ ژغورلی شي'

په روغتونونو کې له بستري کېدو پرته کېدای شي د ورځې له خوا په تخصصي څانګو کې دغه ښځې د روزل شویو کارکوونکو له خوا ځانګړې پالنه ترلاسه کړي او په روغتون کې د اوږدې مودې لپاره پاتې نه شي.

دا د هغو ښځو لپاره ډېره مهمه ده چې په کورکې نور ماشومان هم لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې کېټ ناروغه وه خپل ټول رسمي ملاقاتونه یې فسخ کړي ول.

څېړنې دا هم ښودلې د دې پرځای چې د ورځې له خوا په ځانګړو تخصصي څانکو کې د ښځو درملنه وشي، څلور وار زیاتې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیول کېږي.

په برتانیا کې ۲۲ ورځنۍ تخصصي څانګې شته.

د څېړونکو مشره، کایتلین ډین، چې د میندوارۍ د ناروغۍ د ملاتړ خیریه موسسې مشره هم ده وايي، د میندوارۍ د کانګې ناروغۍ په اړه د ډاکترانو او روغتیاپالو د پوهې ښه والی د ښځو لپاره ډېره ګټه رسوي.

هغه وايي'' کله چې ښځې وايي ځورېږي له روغتیايي کاروکوونکو هیله لري چې د دوی پر دې خبرې شک ونه کړي''.

مېرمن ډین وايي: '' هغوی د داروګانو په اړه بنسټیز، دقیق مالومات غواړي، او له روغتیايي کارپوهانو څخه غواړي چې په عزت او درناوي سره یې درملنه وکړي.''