د ایران لوبډلې د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله ماته کړه
افغان لوبډله د دوشنبې په ورځ د مالیزیا په ترنګاګو کې د اسیا په کچه له لومړۍ لوبډلې سره سیالي ته ووتله او د دغو سیالیو په لړ کې یې لومړۍ ماتې وخوړه.
د دوشنبې ورځې سیالۍ کې د ایران لوبډلې شپږ او افغانستان یواځې یو ګول وکړ.
د افغانستان له لوري یواځنی ګول عبدالروف قادري ترسره کړ.
د افغانستان د ساحلی فوټبال ملي لوبډله په اول ګورپ کې ده او د ایران، مالیزیا، چین او بحرین سره سیالۍ لري.
* افغان ساحلي فوټبال چین ته ماتې ورکړه
افغان لوبډلې تر دې وړاندې کوربه هېواد مالیزیا او دغه راز تېره یکشنبه د چین ځواکمنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او سبا وروستۍ لوبه له بحرین لوبډلې سره کوي.
دغه سیالۍ د اسیا د اتلولۍ او د ۲۰۱۷ کال نړیوالو سیالیو ته د لار موندنې لپاره ترسره کیږي.
د اسیا فوټبال فدراسیون د وېش له مخې دا سیالۍ په دریو ګروپونو کې تر سره کېږي چې افغانستان، ایران، عمان، جاپان، امارات، لبنان، بحرین، چین، عراق، تایلېنډ، مالیزیا، قطر او ماینمار لوبډلې پکې برخه لري.
د دې دریو ګروپونو درې لومړنۍ غوره لوبډلې د دې درې ګروپونو له دویمو غوره لوبډلو سره نیمه پایلوبې ته وځي او د نیمه پایلوبې درې ګټونکې لوبډلې د ۲۰۱۷ کال نړیوال جام ته لار مومي.