BBC
 شاته

پاکستانیو چورلکو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ "بمبار" وکړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي خلک وايي، په بمبار شویو سیمو کې مالدار اوسي.

د ختیځ ولایت کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي پاکستانۍ چورلکې له ډیورڼد کرښې را اوښتې او په افغان خاوره کې ېې څو غرنۍ سیمې ویشتلې دي.

د کونړ والي هم بي بي سي ته ویلي، د پاکسانيو څرخکو د را اوښتو په اړه څېړنې کوي، خو وايي له درې اوونیو راهیسې پاکستاني پوځیان د توپونو بریدونه کوي.

له بلې خوا افغان چارواکي وايي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پوځ او اورپکو نښته کړې.

* "پاکستان قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګډوي"

* له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

دا په داسې مهال ده، چې افغان چارواکو له تېرو څو اوونیو راهیسې پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځیانو د توپچي بریدونو د اعتراض پر سر په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی.

اوس د سرکاڼو ولسوالۍ استوګن وايي پاکستانۍ څرخکې له ډیورنډ کرښې را اوښتې او څو ځایونه ېې ویشتلي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد یو اوسېدونکی یونس جان وايي پاکستانیو چورلکو ملکي سیمې ویشتلې.

"درې چورلکو سهار شپږ بجې بمبار پیل کړ. په دغو سیمو کې مالدار اوسي. پاکستانۍ الوتکې درې وارې له کرښې را واوښتلې، د افغانستان واک کې یو کیلومتر مخته راغلې او بمبار یې وکړ. پاکستان غواړي په بمبار سره له دې سیمې خلک ووځي او خپل کنټرول پرې ټینګ کړي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي له تېرې شپې راهیسې پاکستاني پوځ د سرکاڼو ولسوالۍ څو ځایونه په توپونو ویشتلي.

د سیمې خلک وايي، بمبار شویو سیمو کې د مالي او ځاني زیان مالومات نه لري، ځکه د پرلپسې بریدونو له امله څوک دغو سیمو ته نه شي ورتلی.

د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي له تېرې شپې راهیسې پاکستاني پوځ د سرکاڼو ولسوالۍ څو ځایونه په توپونو ویشتلي.

ښاغلی کلیمزی وايي ورته مالومه شوې، چې پاکستاني ځواکونه او اورپکي د کرښې په اوږدو کې تېره شپه سره کېوتلي خو د څرخکو پر مخامخ ګوزارونو بې خبري ښيي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي له مومند ایجنسۍ سره پر ډیورنډ کرښه په جګړه کې پنځه پاکستاني پوځیان او لس اورپکي وژل شوي.

د پاکستان په سند ایالت کې پر یوه زیارت تر خونړي برید وروسته پاکستانیو ځواکونو د توپونو خولي افغان خاورې ته را واړولې او تر اوسه ېې سلګونه مرمۍ وار کړې دي.

وروستۍ ترینګلتیا د دواړو هېوادونو اړیکي خورا ټیټ کچې ته رسولي او پاکستان له افغانستان تراوسه د تګ راتګ ټولې لارې ټړلې دي.