BBC
 شاته

د پاکستان "پنځه" پوځیان او "لس" وسلوال ووژل شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د پوځ مشر په وروستۍ حمله کې د پوځ ځوابي برید ستایلی دی.

د پاکستان پوځ وايي، په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې وسلوالو د پاکستاني ځواکونو پر دریو پوستو برید کړی چې له امله یې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

پوځ وايي، په ځوابي برید کې لس وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، "تېره شپه وسلوالو له پولې په را اوښتلو سره په مومند ایجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید وکړ، په نښته کې د پاکستان پنځه پوځیان او د معلوماتو له مخې لس وسلوال وژل شوي دی".

پوځ د امنیتي ځواکونو د ټپي کېدلو په تړاو څه نه دي ویلي.

* د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

* ډان: تورخم کې پاکستان ولې کټارې لګولې؟

* له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

تېره میاشت هم وسلوالو د دې ایجنسۍ په مرکز کې ځانمرګی برید کړی و. له هغه مخکې یې یو حکومتي ښوونځی په بمونو الوځولی و.

پر دې سربېره په مومند ایجنسۍ کې د امن لښکر غړي هم په نښه شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرل قمر جاوېد باجوه په وروستۍ نښته کې د پوځ ځوابي برید ستایلی دی.

نوموړي دا خبره هم کړې چې پر کرښه د افغان ځواکونو ځای پر ځای کېدل پکار دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان له نږدې شلو ورځو راهیسې د تور خم په ګډون نورې لارې هم له افغانستان سره تړلې دي.

په پاکستان کې تېره میاشت د ترهګریزو بریدونو په بیا زیاتېدلو سره دغه هېواد له افغانستان سره د تګ راتګ دروازې تړلې دي.

د پاکستان حکومت وايي، چې وروستي بریدونه له افغان خاورې پلانېږي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال ویلي، که پاکستان په دوو ورځو کې لارې نه پرانیزي، نو په دغه هېواد کې ۲۵ زره افغانان به د هوا له لارې افغانستان ته ستانه کړي.