شاته

امریکا خپلې بهرنۍ مرستې کموي

امریکايي چارواکي وايي د همدې میاشتې تر پای پورې به په خپلو بهرنیو مرستو کې د پام وړ کموالی راولي.

امریکايي رسنۍ وايي د ‌‌‌‌‌‌دونالد ټرمپ حکومت په پام کې لري چې د متحدو ایالتونو د نړیوالې انکشافي ادارې د بودیجې درېیمه برخه کمه او طرحه یې کانګرس ته وړاندې کړي.

د سپینې ماڼۍ د بودیجې مشر میک مولواني د شنبې په ورځ فاکس تلویزون ته وویل " د بهرنیو مرستو د کمولو خبره مو مخې ته کړې او وړاندیز مو دا دی چې دا پېسې دې په امریکا کې دننه ولګول شي. د امریکا په بهرنیو مرستو کې کموالی به پام وړ او منصفانه وي".

نوموړي وويل په دې کار سره به حکومت د دې جوګه شي چې خپله پوځي بودیجه ۵۴ میلیارد ډالره زیاته کړي. هغه وویل "خبره معلومه ده، په بهر کې د مرستو کمول په داخل کې د لګښتونو د زیاتولو په مانا ده".

امریکا هر کال د بهرنیو چارو وزارت له لارې د متحدو ایالتونو انکشافي ادارې یا USAID ته څه باندې ۵۰ میلیارد ډالر ورکوي په داسې حال کې چې نظامي بودیجه یې تر ۶۰۰ میلیارده ډالرو زیاته ده.

د مرستو پر کمولي اندېښنې

ځینو امریکايي سناتورانو د بهرنیو مرستو د اندازې د کمولو په اورېدو خواشيني ښودلې ده. د امریکا د کانګرس د بهرنۍ کمېټې مشر اد رویس وویل "د هغو لګښتونو د کمولو راپورونو، چې د ترهګرۍ سره مبارزه، د خلکو د ژوند د ژغورلو او امریکايي کارګرانو ته د کاري زمیني د برابرولو چارې زیانمنوي، اندېښمن کړي یو".

یو بل جمهوري غوښتونکي سنارتور مارکو روبیو په خپل ټوټیر کې لیکلي " بهرنۍ مرستې خیرات نه دي او باید په لګولو کې یې ډېر پام وکړو. دا مرستې زموږ د بودیجې یوه برخه ده خو زموږ د ملي امنیت لپاره ارزښتناکې دي".

رویټرز وايي په روان کال کې ۲۰ امریکايي ادارو په ۱۰۰ هېوادونو کې د ۳۶.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.

ټاکل شوې چې د ښاغلي ټرمپ د حکومت د بودیجې طرحه د مارچ په ۱۶ اعلان شي.