"سږ کال به د چین اقتصادي وده ورو شي"
د چین لومړی وزیر اټکل کوي چې د دغه هېواد اقتصادي وده ښايي سږ کال ورو شي. ښاغلي لي که چانګ په بېجېنګ کې، د خلکو ملي کانګرس کلنۍ غونډې ته خبرې کولې ویې ویل د دې ورو والي دلیل په نړیواله ازاده سوداګرۍ کې اصلاحات دي.
ده ژمنه وکړه چې د چین د هوا ککړوالي غم به هم خوري. وايي اسمانونه به بیا شنه کړي.