BBC
 شاته

کرېکټ: پېښور زلمیانو د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله

شاهد اپریدی په نیمه پایلوبه کې ټپي شو چې امله یې پایلوبه کې برخه وانخیستله. د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهد اپریدی په نیمه پایلوبه کې ټپي شو چې امله یې پایلوبه کې برخه وانخیستله.

د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په پایلوبه کې د پېښور زلمیانو لوبډلې کوېټه ګلډییټرز ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه او له دې سره یې د سږ کال اتلولي وګټله.

دغه پایلوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي ول.

د پېښور زلمو لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکل شویو ۲۰ آورونو کې یې په ۶ وېکټو ۱۴۸ منډې وکړې.

کامران اکمل تر ټولو ډېرې ۴۰ منډې وکړې.

افغان لوبغاړی محمد اصغر هم ښه وځلېد او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه: لاهور کې کلک امنيتي تدابیر

پېښور زلمیانو د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبغاړی محمد اصغر هم ښه وځلېد او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

په ځواب کې د کوېټه ګلډییټرز پیل ښه نه و او په لومړیو څو آورونو کې یې په اسانۍ وېکټې له لاسه ورکړې.

امجد شهزاد که څه هم د کوټې هیلې بېرته را ژوندۍ کړې خو د پېښور زلمیانو چا ته د منډو جوړولو فرصت ورنه کړ.

د زلمو لپاره محمد اصغر درې او وهاب ریاض دوه وېکټې واخیستې.

د پېښور زلمیانو له لوري لوی هدف ټاکلو کې د لوبډلمشر ډېرن سامي لوی لاس و. نوموړي وروستیو اوورونو کې یوازې د ۱۱ توپونو بدل کې ۲۸ منډې تر لاسه کړې.

په پای کې د کوېټه ګلډییټرز ټوله لوبډله په ۹۰ منډو وسوځېده او پېښور زلمیانو دا لوبه په ۵۸ منډو وګټله.

د انځور حقوق Getty Images

کامران اکمل چې نیمه پایلوبه کې یې سلیزه بشپړه کړې وه، نن هم ښه وځلېد او د شپږو څلوریزو په مټ یې ۴۰ منډې جوړې کړې.

کامران اکمل ته د ښه کیپیر یا توپ نیونکي ۲۰ زره ډالره جایزه هم ورکړل شوه.

ده ته د دې تر څنګ د ښه توپ وهونکي او د ټول لیګ غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

پاکستان سوپرلیګ: پنځه بهرنیو لوبغاړو پایلوبه کې له ګډونه انکار کړی

پاکستان سوپرلیګ: کویټه ګلډیټرز پایلوبې ته لار ومونده

د انځور حقوق Getty Images

د کوېټه ګلډییټرز له لوري ریاض امرت درې، حسان خان دوه او محمد نواز یوه وېکټه تر لاسه کړه.

دا دویم ځل دی، چې کوېټه ګلډییټرز په پایلوبه کې له ماتې سره مخامخ کېږي. تېر ځلې دوی د اسلام اباد یونایټیډ له لوري ماتې سره مخ شوي ول.

د پایلوبې لپاره لاهور ته له سفر نه د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو له انکار وروسته کوېټه ګلډیېټرز لوبډله کې شان ارون، ریاض امرت، مورني وین ویک او انعام الحق شامل کړل شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پېښور زلمیانو لوبډل مشر ډارین سامي چې کله نا کله په پښتو هم غږېږي وايي د پېښور زلمیان یې لکه کورنۍ داسې ده.