شاته

داعش پالمېرا کې تاریخي ځایونو ته پراخ زیانونه اړولي

د داعش جګړه مارانو د سوریې د پالمېرا په تاریخي ښار کې د روم امپراتورۍ د پير یو څلي او نورو تاریخي اثارو ته لوی زیان اړولی دی.

د سوریې د لرغونو اثارو د ادارې یوه چارواکي د پالمېرا ښار له لیدو وروسته رسنیو ته ویلي چې اورپکو د تتراپېلن په نامه د ډبرین تاریخي څلي څلور اړخیزو ستنو ته ډېر زیان رسولی دی.

دا څلی ټولټال ۱۶ ستنې لري چې د راپورونو له مخې اوس څلور دانې په خپل حال دي. رویټرز د سوریې د تاریخي اثارو د یو مسول، دايل عفیان، له خولې لیکلي چې د داعش جګړه مارانو د دغه څلي ستنې په ماینونو الوزولي دي.

د پالمېرا ښار د یونیسکو د نړیوالو فرهنګي میراثونو په لست کې شامل دی چې باید جدي وساتل شي. خو ښاغلي عفیان وویل چې شاید له یو لړ تخنیکي چارو وروسته زیانمن شوي تاریخي اثار بېرته ورغول شي.

د روسیې د هوايي ځواکونو په مرسته د سوریې پوځ او ملګرو یې د پالمېرا له ښار تازه د داعش جګړه ماران شړلي دي. په تېرو شپږو کلونو کې دا دویم ځل دی چې دا ښار د حکومتي ځواکونو او اورپکو ډلو ترمنځ تبادله کړل کیږي.